وروستي ولسي اعتراضونه ،د امریکا د دړې وړې کیدا نښې دي
د تورپوستو په ضد دپولیسو د تاؤتریخوالی مسئول یوازې یو فساد ګر پولیس نه دی ،بلکې مونږ په امریکا کې د یوې منظمې توکمپالنې شاهدان یوو او په همدې اساس له دې مخکې داسې ډير جارج فلویډیان په بوږنونکي ډول وژل شوي او دغه غمیزه هماغه راز تکراریږي .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پخپل یوه وروستی ر اپور کې لیکلی دي ،د امریکا داستخباراتي ادارې سی آئي اې یوه پخواني شناندي ګیل هیلټ د دغه هیواد دپولیسو په لاس د یوه تورپوستي جارج فلویېډ په بوږنونکي وژلې په اعتراض کې د امریکا په بیلابیلو ښارونوکې د روانو ولسی اعتراضونو په باب وئیلي دي ، دا هماغه شی دی چې پخپل سرو حکومتونو کې له دړې وړې کیدا مخکې رامینځةکیږي او زه دغه وضعیّت ډير زیا ویرولی یم .
ګیل هِلټ زیاته کړې ، د امریکا په لسګونو ښارونو کې د ناکراریو او بیا د پولیسو په لاس د جنایتونو عکسونه کله ددغه هیواد د ولسمشر ډونالډټرمپ له اور زیاتونکو څرګندونو سره پرتله کوو،نو دا دهغو ترینګلتیاؤ او نښتو منعکس کونکي دي،چې زه ئې د سي آئي اې د یوه تحلیلګر په توګه د نړۍ په ځينو هیوادونو کې څارم .
په اروپا او اسیا کې د امریکا د سی آئي اې استخباراتي ادارې مسئول مارک پولیمروپولوسهم پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د امریکا په بیلابیلو ښارونو کې د توکمپالنې په ضد د اعتراض کونکو په لور د اوښلن ګیس او پلاسټيکي میرمیو ډزو ته په اشارې سره لیکلی دي ،دغې موضوع ،زه دهغه څه په یاد کې کړی یم چې د دریمې نړۍ له هیوادونو مو راپور کړي دي،د عراق او لیبیا مشرانو یعني قذافي او صدام هم همدغه کارونه کول .
له دې سره په یوه وخت په امریکا کې د سولې لپاره د تورپوستو د ټولنې یوه یوړپوړي مقام او په دغه هیواد کې د توکمپالنې په ضد د مظاهرو د ترسره کونې مسئول نټفافریمن هم ټينګارکړی دی،د تورپوستو په ضد دپولیسو د تاؤتریخوالی مسئول یوازې یو فساد ګر پولیس نه دی ،بلکې مونږ په امریکا کې د یوې منظمې توکمپالنې شاهدان یوو او په همدې اساس له دې مخکې داسې ډير جارج فلویډیان په بوږنونکي ډول وژل شوي او دغه غمیزه هماغه راز تکراریږي .
فریمن زیاته کړې ، دغه وژلې په امریکا کې د مریّتوب له وخت راهسې روانې دي او له تورپوستو سره د بلواضده پولیسو اوسنی چلند د هماغو ځانګړو ګزمو یادونه کوي،چې مریّان یا غلامان به ئې ځپل .
د امریکا د پولیسو په لاس د یوه تورپوستي امریکائي جارج فلویډ په بوږنونکي وژلې پسې چې د مئ په پنځه ویشتمه نیټه په مینیاپولیس ښار کې یوه سپين پوستي پولیس په سپین سترګیتوب سره په هغه په ګونډو کیدا سره رامینځةکړي، د امریاک زیاتره ښارونه په تیره بیا په مینه سوټا ایالت کې مینیاپولیس ښار ددغه هیواد پولیسو دتوکمپال چلند په ضد په اعتراضونو کې د لکونو مظاهره چیانو ډګرونه دي . دا هم وئیل شوي چې په دغو اخ وډب او ترینګلتیاؤ کې کابو دیرش کسان وژل شوي او دغه راز څه دپاسه لس زره کسان نیول شوي هم دي او د امریکا په زیاترو ایالتونو کې ګرځبندیز لګول شوی دی .