په ایران د امریکا د دباؤنو زیاتول سیاسی انګیزه لري
د روسیې خارجه وزیر ټينګار کړی ، دا چې دامریکا خارجه وزارت وئيلي ، ددغه هیواد د ولسمشر ډونالډټرمپ حکومت نیّت نه لري ، په جامعې نړیوالې ایټموافقې کې لیکل شوي خپلې ژمنې اجرا کړي ،بلکې غواړي ، په ۲۲۳۱پریکړه لیک کې له خپلو حقوقو استفاده وکړي ، یوه غیر مسئولانه او له ملنډو ډکه خبره ده .
ایسوشي ایټيډپریس آژانس راپور ورکړی، د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف د ملګروملتو سرمنشي آنتو نیو ګوتریش او د امنیت شورا غړو ته په لیک لیږدولو سره وئیلي دي ، امریکا په یواړخیز او غیر قانوني ډول له ایران سره له نړیوالې ایتمي موافقې وتلې ده ، نو اوس امریکا د ایران په ضد دوسلو دبندیز د دوام لپاره د ملګروملتو د ا منیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک څخه دا ستفادې په باب دهڅې لپاره هیڅ قانوني حق نه لري .
د روسیې خارجه وزیر ټينګار کړی ، دا چې دامریکا خارجه وزارت وئيلي ، ددغه هیواد د ولسمشر ډونالډټرمپ حکومت نیّت نه لري ، په جامعې نړیوالې ایټموافقې کې لیکل شوي خپلې ژمنې اجرا کړي ،بلکې غواړي ، په ۲۲۳۱پریکړه لیک کې له خپلو حقوقو استفاده وکړي ، یوه غیر مسئولانه او له ملنډو ډکه خبره ده .
لاؤروف د ایران په ضد دوسلو دبندیز په نامحدود دوام سره د ماسکو پر جدي مخالفت په ټينګار سره وئیلی دي ، ملګري ملتونه باید په امریکا کې د سیاسی وضعیّت برمته نشي . هغه زیاته کړې ، ماسکو او د نړیوالې ټولنې نور غړي ، د نړیوالې ا یټمي موافقې دساتلو لپاره د هر یوه اقدام ترسره کولو ته دوام ورکوي .