د ایران په ضد دبندیزونولغوه کیدا به ستره تیروتنه وي
د ملګروملتو د امنیت شورا د۲۲۳۱پریکړه لیک د مادو په اساس به په ایران د وسلو د خرڅولو سره ا ړونده بندیزونه د رونا کال د اکتوبر په اتلسمه نیټه پاي ته ورسیږي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی،د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي برایّن ه وک بیګا له سکائی نیوز عربی چینل سره په خبرو کې د ایران په ضد دوسلو دبندیز دتمدیدولو لپاره د امریکا دهڅې خبر ورکړی او وئیلي ئې دي ، واشنګټن دامنیت شورا په یو شمیر غړو کې یو پریکړه لیک ویشلی چې د ایران په ضد دملګروملتو د وسلو د بندیزونو دتمدیدولو غوښته پکې شوې ده .
د ایران په ضد د ملګروملتو د وسلو دبندیزونو د لغوه کیدا د ټاکلي وخت پّ رانزدې کیدا سره چې د امنیت شورا د۲۲۳۱پریکړه لیک یوه برخه ده ، امریکایانو ددغو بندیزونو د ختمیدو دمخنیوي لپاره خپلې ټوله هلې ځلې دوه چنده کړي دي .
امریکا سره له دې چې دوه کاله مخکې په رسمي توګه او د امنیت شورا ۲۲۳۱پریکړه لیک ته له پامه پرته ، له جامعې نړیوالې ایتمي موافقې وتلې ، په نوي حقوقي تفسیر کې مدعي شوي چې ددغه پریکړه لیک د مادو په اساس هماغه راز په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې یو ګډون کونکی لوری دی او په دې چوکاټ کې حق لري ، چې د لیندۍ یا ټریګر دمیکانزم پشمول په دغې موافقې کې له مطرحو لارو چارو ا ستفاده وکړي .
د ملګروملتو د امنیت شورا د۲۲۳۱پریکړه لیک د مادو په اساس به په ایران د وسلو د خرڅولو سره ا ړونده بندیزونه د رونا کال د اکتوبر په اتلسمه نیټه پاي ته ورسیږي .