د امام جعفرصادق(ع)دشهادت دکلیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ
(last modified Wed, 17 Jun 2020 01:06:44 GMT )
Jun 17, 2020 05:36 Asia/Kabul
  • د امام جعفرصادق(ع)دشهادت دکلیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ

په دې مناسبت د تهران ریډیو درست کارکونکي د نړۍ درستو پتمنو په تیره تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي

د ۱۴۴۱قمری کال د شوال د میاشتې پنځه ویشتمه نیټه  دحضرت امام  جعفر صادق علیه السلام د شهادت کلیزه ده .

د اسلام دګران پیغمبر یو پاک لمسی او دامامت د آسمان شپږم ځلانده ستوري حضرت امام جعفرصادق علیه السلام  پخپل مبارک ژوند کې توانیدلی  یو ستر علمی او کلتوري غورځنګ  پيل کړي  او د شیعیّت د مکتب  علمي بنسټونه پياوړي کړي ، په یوې داسې زمانې کې  چې   اسلامی ضد او ورانکار افکار ، د  سوچه اسلام په لاره کې ستره خطره وه ،خو حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  پخپلو عملي مجاهدتونو  سره  د اسلامی ضد افکارو دخوریدا  خنډ شو .

  په  هغې زمانې کې  دینی شبهاتو  ته په ځواب وئینې  او پياوړو استدلالونو  او منطق سره د حضرت ا مام جعفر صادق علیه السلام  علمي  مناظرو او  خبرو اترو  د سوچه  محمدي اسلام  په احیاء کولو کې  ډير مهم رول لوبولی دی .  

په دې مناسبت  د تهران ریډیو درست کارکونکي  د نړۍ درستو پتمنو په تیره  تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي