ایران له سیمې د امریکا د ایستلو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90856-ایران_له_سیمې_د_امریکا_د_ایستلو_هڅه_کوي
تسنیم خبري اژانس وايي په لویدیځې اسیا سیمې کښې دیره د امریکا د ترهګرو ځواکونو قومندنۍ سینټکام (United States Central Command) مشر کینیت فرانک میک کینزي وویل زمونږ له نظره د ایران هدف له لویدیځې اسیا سیمې څخه د امریکا د عسکرو ایستل دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2020 08:22 Asia/Kabul
  • ایران له سیمې د امریکا د ایستلو هڅه کوي

تسنیم خبري اژانس وايي په لویدیځې اسیا سیمې کښې دیره د امریکا د ترهګرو ځواکونو قومندنۍ سینټکام (United States Central Command) مشر کینیت فرانک میک کینزي وویل زمونږ له نظره د ایران هدف له لویدیځې اسیا سیمې څخه د امریکا د عسکرو ایستل دي .

هغه دغه راز په سیمه کښې د ایران او د امریکا ترمینځ د پوځي نښتې د احتمال په هکله ادعا وکړه امریکا له ایران سره د پوځي جګړې هڅه نه کوي .

د امریکا د پوځ دغه چارواکي له عراق څخه د امریکا د ترهګرو عسکرو د وتلو د بهیر په هکله چې د بغداد او د واشنګټن د چارواکو ترمینځ په خبرو کښې یوه(۱) اصلي موضوع ده وویل امریکا ویلي دي چې په عراق کښې به د خپلو پوځیانو شمیر کم کړي خو صفر ته به یې ونه رسوي .

د امریکا د ټروریسټ حکومت لخوا د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال حاج قاسم سلیماني او د عراق د الحشد الشعبي ولسي ځواک د قومندان ابو مهدي المهندس له ټرور وروسته د عراق د پارلمان استازیو د روان میلادي کال په جنورۍ میاشته کښې له خپل هیواد څخه د واشنګټن د عسکرو د ایستلو پلان تصویب  کړ .