اټومي اژانس د ایران پرضد پریکړه لیک تصویب کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90863-اټومي_اژانس_د_ایران_پرضد_پریکړه_لیک_تصویب_کړ
وال سټر جورنال ورځپاڼې راپور ورکړ د چین او د روسیې له مخالفت سره سره د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنۍ شورا په فصلي غونډې کښې د ایران پرضد د اروپا د دریو (۳)هیوادونو یعني د انګلستان د فرانسې او د جرمني پریکړه لیک تصویب شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2020 10:22 Asia/Kabul
  • اټومي  اژانس د ایران پرضد پریکړه لیک تصویب کړ

وال سټر جورنال ورځپاڼې راپور ورکړ د چین او د روسیې له مخالفت سره سره د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنۍ شورا په فصلي غونډې کښې د ایران پرضد د اروپا د دریو (۳)هیوادونو یعني د انګلستان د فرانسې او د جرمني پریکړه لیک تصویب شو .

په هغه پریکړه لیک کښې چې نن د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په موسمي غونډه کښې تصویب شو دریو (۳) اروپايي هیوادونو انګلستان ، فرانسې او جرمني د امریکا په ملاتړ سره له ایران څخه وغوښتل دوو (۲) اټومي مرکزونو ته د اټومي اژانس د پلټونکو په لاسرسي کښې خنډونه ختم کړي او له دوې سره په بشپړه ډول ملګرتیا وکړي .

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په فصلې غونډې کښې چین او روسیې پریکړه لیک ته منفي رایې ورکړې او اوو(۷) نورو هیوادونو هم سپینې رایې واچولې .

په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي کاظم غریب ابادي اټومي اژانس ته د دوو (۲) بشپړه لاسرسیو د امکان د نه برابرولو په پلمه په واکمنې شورا کښې د دریو() اروپايي هیوادونو د وړاندیزي پریکړه لیک تصویب ته په غبرګون کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا پریکړه لیک په کامل ډول ردوي او دغه پریکره لیک ته په غبرګون کښې به مناسب  او اړین اقدام غوره کړي .

په عین حال کښې د فرانسې خارجه وزارت وویل د انګلستان د جرمني او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیران به نن د ایران په هکله درې اړخیزه کتنه او خبرې اترې وکړي .

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون په انګلستان ، فرانسې او جرمني غږ وکړ وروسته له دې چې په اټومي تړون کښې په شویو ژمنو عمل کولو کښې مو ماتي خوړلي ده د اټومي تړون د دښمانانو په جرم کښې شریک نشئ .