د کورونا واکسینونه په وروستیو پړاونو کې دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90914-د_کورونا_واکسینونه_په_وروستیو_پړاونو_کې_دي
د چین یوې کمپنۍ هم ویلي چې ممکنه ده د سږ کال تر مني پورې د کورونا واکسین جوړ کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2020 08:30 Asia/Kabul
  • د کورونا واکسینونه په وروستیو پړاونو کې دي

د چین یوې کمپنۍ هم ویلي چې ممکنه ده د سږ کال تر مني پورې د کورونا واکسین جوړ کړي.

د کورونا وایرس د خپرېدو له هماغه پیله د دې وبا د مخنیوي لپاره د درملو او یا واکسین د جوړېدو هڅې کېږي.

د بریتانیا او سویډن د درمل جوړولو یوې کمپنۍ ویلي د کورونا واکسین ازمېښت یې پیل کړی دی.

د استرازنکا کمپنۍ یوه مشر پاسکال سوریوت وویل چې پر انسان د دې واکسین د ازمېښت درېم پړاو یې په بریتانیا کې پیل کړی دی.

ده ویلي چې دا واکسین به ښايي انسان ته د یوه کال لپاره د کورونا وایرس په وړاندې مصونیت ورکړي.

د بریتانیا اکسفورډ پوهنتون په دې واکسین څېړنه کوي.

خو استرازنکا کمپنۍ وايي چې که د دوی له لوري پیل شوي ازمېښتونه بریالي شول، واکسین به د اګست یا سپټمبر په میاشت کې راوباسي.

د چین یوې کمپنۍ هم ویلي چې ممکنه ده د سږ کال تر مني پورې د کورونا واکسین جوړ کړي.

د اې بي سي نیوز د راپور له مخې، د  کمپنۍ یو اجرايي مشر وايي چې پر انسان د واکسین د ازمېښت وروستی پړاو به تر مني پورې بشپړ کړي.