امنیت شورا ته د ایران ضد مسوده وړاندې شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90972-امنیت_شورا_ته_د_ایران_ضد_مسوده_وړاندې_شوه
زمونږ خبریال وايي امریکا د ایران پرضد د خپلو غلیمانه دریځونو په چوکاټ کښې د ایران پرضد د وسله والو بایکاټونو د تمدید لپاره د پریکړه لیک مسوده د ملګروملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2020 07:01 Asia/Kabul
  • امنیت شورا ته د ایران ضد مسوده وړاندې شوه

زمونږ خبریال وايي امریکا د ایران پرضد د خپلو غلیمانه دریځونو په چوکاټ کښې د ایران پرضد د وسله والو بایکاټونو د تمدید لپاره د پریکړه لیک مسوده د ملګروملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړه .

د هغه پریکړه لیک د مسودې پراساس  چې امریکا پرون یو ځل بیا د ملګروملتونو د امنیت شورا له نورو غړیو سره شریکه  کړي ده  تر نامعلومې مودې د ایران پرضد وسله وال بایکاټ تمدیدیږي .

دې ته په پام سره چې د دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) کال د اټومي تړون د مادو پراساس په ایران باندې د وسلو د خرڅولو بندیز په روان میلادي کښې پاې ته رسیږي د امریکا مسوده له هیوادونو څخه غواړي په ایران اسلامي جمهوریت باندې د وسلو د خرڅولو ،  تامینولو او انتقالولو مخه ونیسي په داسې بڼه کښې چې امنیت شورا هغه کابو دیرش (۳۰) ورځې مخکې په موردي توګه تائید کړی وي .

د امریکا د پرون ورځې وړاندیز په داسې حال کښې مطرح شوی چې روسیې او چین چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د  ویټو دوه (۲) حق لرونکي غړي دي له مخکې څخه ویلي دي چې له اټومي تړون څخه د امریکا په یواړخیزه ډول د وتلو په دلیل به په ایران باندې د وسلو د بایکاټ له تمدیدا سره موافقت ونکړي .

دا په داسې حال کښې دي چې امریکا ګواښ کړی دی که چیرې دغه پریکړه لیک تصویب نشي د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټومي  موافقې پراساس به د بایکاټونو په چټک ډول د بیرته ستنیدا ماده فعاله شي چې د تهران پرضد د ملګروملتونو د ټولو بندیزونو د بیرته لګیدا سبب کیږي .

د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف له تهران سره د واشنګټن د وروستیو تاوتریخوالو زیاتیدا ته په  اشارې سره ټینګار وکړ امریکا د ایران د بدنامولو لپاره له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس او ملګروملتونو څخه د ناوړه استفادې حق نلري .