په چین کې یو بل خطرناک ویروس کشف شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91161
څیړونکو ویلي که دا ویروس هم له مخکې کنترول نه شي نو د کرونا په څېر خطرناک ثابتیدلای شي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 01, 2020 04:59 Asia/Kabul
  • په چین کې یو بل خطرناک ویروس کشف شوی

څیړونکو ویلي که دا ویروس هم له مخکې کنترول نه شي نو د کرونا په څېر خطرناک ثابتیدلای شي.

د چین د څېړونکو په وینا په دغه هیواد کې یې داسې نوی ویروس کشف کړی، چې د وبا د رامنځ ته کیدو وړتیا پکې شتون لري.

ویل کیږی، دغه ویروس د سورانفلونزا له امله رامنځ ته شوی دی.

د چین څېړونکو دغه ویروس ته د G4 نوم ورکړی

څیړونکو ویلي که دا ویروس هم له مخکې کنترول نه شي نو د کرونا په څېر خطرناک ثابتیدلای شي.

له دې وړاندې د کرونا ویروس هم د چین په  ووهان ایالت کې راپیدا او وروسته یې د نړۍ ټولو هیوادونو ته سرایت وکړ.

کرونا ویروس د چین سربیره د نړۍ زیاتره هیوادونه له اقتصادي بحران او تاوان سره مخ کړل او اوس هم دغه ناروغي په چټکتیا سره دوام لري.

د کرونا ویروس د نړۍ د ټولو هیوادونو اقتصادي اړیکې ګډې وډې کړي او د دې لامل شو چې د نړۍ زیات هیوادونه د اقتصادي بحران سره مخ شي.

د کرونا ویروس لاهم په ټوله نړۍ کې په خورا چټکتیا د خپرېدو په حال کې دی او تر اوسه یې د ځپل شویو کسانو شمېر تر لس ملیونه وګړو اوښتی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس په ټوله نړۍ کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر لس ملیونو واوښت او د دغې ناروغۍ له امله د مړو شویوکسانو شمېر هم تر نیم میلیون زیات شوی.

امریکا د نړۍ له هغو هیوادونو څخه ده چې د کرونا ناروغۍ زیاتې مثبتې پیښې پکې ثبت شوې وي او د امریکا زیاتره خلک ددغې ناروغۍ څخه ووژل شول.

د ځینو رسنیو د راپورونو پر اساس په امریکا کې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په فلوریډا ایالت کې ثبت شوې دي.

د نړۍ د هیوادونو سربیره افغانستان هم د کرونا ناروغۍ له امله ځپل کیږي او لا هم ددغه ناروغۍ مثبتې پیښې د ثبتیدو په حال کې دي.