د سوریې عسکرو د امریکا د پوځیانو مخه ونیوله
زمونږ خبریال وايي د سوریې پوځ په شمال ختیځ کښې په الحسکه ولایت کښې د امریکا دعسکرو د کاروان د تیریدا مخه ونیوله .
د امریکا د عسکرو دغه کاروان د الحسکه ولایت دشمال په خوا کښې د تل تمر او د ابوراسین ترمینځ له الدرداره پل څخه د تیریدا نیت درلود خو په دغه سیمه کښې دیره د سوریې د ځواکونو د مخه د نیولو په دلیل شاتګ کولو ته مجبوره شول .
له دې مخکې هم د سوریې پوځ په ځلونو په دغه سیمه کښې د امریکا د عسکرو د کاروان د تیریدا مخه نیولي وه .
د سوریې ختیځې سیمې په تیرې یوې (۱) میاشت کښې د ترکیې د پوځ د خوځښتونو او د سورې پرضد د امریکا د نویو بایکاټونو او د نیواکګرۍ پرضد د ډیرو مظاهرو ډګر وې .
امریکا د سوریې په ختیځ کښې په غیر قانوني شتون سره نه یوازې په هیواد کښې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي بلکې د سوریې پرضد د بایکاټ په لګولو سره نیت لري د دغه هیواد حکومت له مشکل سره مخ کړي چې د هیواد د بیا رغونې لپاره د دمشق او د هغه د متحدانو د ملګرتیا مخه ونیسي .