کرونا په افغانستان او هندوستان کې ریکارډ مات کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91224-کرونا_په_افغانستان_او_هندوستان_کې_ریکارډ_مات_کړ
په تیرو څلورویشتو ساعتونو کی دولس کسان وژل شوی دی چی اوس د مړیو شمیر ۸۱۹ ته زیات شوی دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2020 01:45 Asia/Kabul
  • کرونا په افغانستان او هندوستان کې ریکارډ مات کړ

په تیرو څلورویشتو ساعتونو کی دولس کسان وژل شوی دی چی اوس د مړیو شمیر ۸۱۹ ته زیات شوی دې .

په افغانستان او هندوستان کې په کرونا ویروس د ککړو شمیر هماغه راز په زیاتیدو دې .

زمونږ خبریال راپور راکوی د افغانستان روغتیا وزارت ویلی دي په تیر شا و روز کې په دغه هیواد کی څه د پاسه درې سوه کسان په کرونا اخته شوی دي چی ټول شمیر یې اوس دوه دیرش زره درې سوه څلورویشتو ته زیات شوی دې . همداراز په تیرو څلورویشتو ساعتونو کی دولس کسان وژل شوی دی چی اوس د مړیو شمیر ۸۱۹ ته زیات شوی دې .

په هند کې هم په تیر شاوروز کی شل زره نهه سوه کسان په کرونا اخته شوی دی . په هند کی اتلس زره دوه سوه دیارلس کسان وژل شوی دي . هلته د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کی هم د کرونا له امله د مړیو شمیر له زرو کسانو اوښتې دې  .