چین د امریکا هڅې سیاسي دوکه ورکول وبلل
فارس خبري اژانس وايي د چین د باندنیو چارو وزارت ویاند جائو لي جیان د اټومي وسلو د کنټرول په خبرو کښې پیکینګ ته د ګډون ورکولو لپاره د امریکا هڅې سیاسي دوکه وبلله .
هغه پرون په خبري کانفرنس کښې وویل چین د سټراتیژیکو وسلو په هکله له امریکا او روسیې سره د درې اړخیزه خبرو اترو مخالف دی .
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جائو لي جیان په امریکا غږ وکړ چې د نوي سټارټ تړون د تمدیدولو لپاره د روسیې وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي .
هغه وویل د روسیې وړاندیز ته د امریکا د مثبت ځواب په بڼه کښې د اټومي بې وسلې کولو په خبرو کښې د ګډون لپاره نورو اټومي قدرتونو لپاره شرایط برابریږي .
په همدې زمینه کښې د چین د خارجه وزارت د وسلو د کنټرول مسول «فوسونګ» وویل که چیرې امریکا د خپلو اټومي سلاکوټونو اندازه د چین سویې ته کمه کړي پیکینګ به د امریکا او د روسیې په اټومي وسله والو خبرو کښې ګډون وکړي .
د سټراټیژیکو وسلو د کمولو نوی تړون «سټارټ» د روسیې او د امریکا ترمینځ یوازنی موجوده موافقه ده چې د ختمیدا نیټه یې زر رسیږي .
امریکا د دغه تړون د تمدیدا لپاره یو (۱) شرط له دغه تړون سره د چین یوځاې کیدل اعلان کړی دی .