روسیې او چین د سوریې په هکله پریکړه لیک ویټو کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91401-روسیې_او_چین_د_سوریې_په_هکله_پریکړه_لیک_ویټو_کړ
فارس خبري اژانس وايي روسیې او چین بیګا د سوریې د مرکزي حکومت له اجازې پرته دغ هیواد ته د بشر دوستانه مرستو د ورتلو په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورات پریکړه لیک ویټو کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2020 03:04 Asia/Kabul
  • روسیې او چین د سوریې په هکله پریکړه لیک ویټو کړ

فارس خبري اژانس وايي روسیې او چین بیګا د سوریې د مرکزي حکومت له اجازې پرته دغ هیواد ته د بشر دوستانه مرستو د ورتلو په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورات پریکړه لیک ویټو کړ .

روسیې او چین تر شپږو (۶) میاشتو پورې  له دوو (۲) سرحدي لارو څخه  سوریې ته د بشر دوستانه مرستو د ورتلو د اجازې په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک رد کړ .

دوه (۲) ورځې وړاندې هم روسیې او چین د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک چې پکښې د سوریې له  مرکزي حکومت سره له غږملتیا پرته د بشر دوستانه  مرستو د  استولو د تمدیدا هڅه کوي ویټو کړی و .

دا دریم (۳) ځل دی چې روسیه او چین د سوریې د واکمنۍ خلاف ورزۍ کونکی پریکړه لیک ویټو کوي .

لویدیځ هیوادونه ډیره موده کیږی د دغه پریکړه لیک د تصویبولو لپاره د یوې (۱) لارې په لټولو پسې دي خو روسیه له دغه کار سره سخته مخالفه ده او ټینګار لري هر ډول اقدام باید د سوریې د حکومت په غږملتیا سره ترسره شي چې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې کوم خنډ رامینځته نشي .