ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91441-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2020 06:46 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه، تبصرې او مقالې

نن د تهران چاپ زیاترو ورځپاڼو د اسلامي شورا یعنې د ایران د پارلیمان له استازو سره د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د انټرنیټي غونډې خبر ته پراخ انعکاس ورکړی او دغه خبر یې تر  بیلابیلو عنوانو لاندې خپور کړی دی.

په دغه آنلاین غونډه کښې حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د په اسلامي شورا کښې د ولس استازو ته ګټه ورې سپارښتنې وکړې او هم داشان یې د دښمن په وړاندې په یوموټي توب او اتحاد ټینګار وکړ.

هغوي د دې خبرې په کولو سره چی د ایران ملت له هر نظام ضده حرکت سره په مقابله کښې دښمن نهیلې کوي، ټینګار وکړ: هماغه  ډول چی نن زمونږ دښمنان اعتراف کوي  چې له ډیرو سختو بایکاټونو او هراړخیزو دباونو سره سره نه دي توانیدلې خپلو ایراني ضده هدفونو ته ورسيږي.

معظم رهبر ډاډ څرګند کړ چې د هیواد موجوده ستونزې د هواریدو وړ دي او اسلامي شورا ته پکار دي د خلکو د مشکلاتو په هوارولو کښې خپله پوره پوره هڅه وکړي.

هغوي د پارلیمان یولسم پړاو له انقلابه وروسته  له ډیرو پیاړو او انقلابی پړاونو وباله.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دوام کی د هیواد ډیر اقتصادی مشکلات  له ناروغۍ سره تشبیه کړل اوپه عین حال کې یې ټینګار وکړ: د دفاعی قدرت او پیاوړي اساس  په وجه  بې شکه هیواد په دغې ناروغۍ د غلبې توان لري.

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د هیواد د ځینو ظرفیتونو په سپړلو کې زیاته کړه: د زرګونو پوه بنسټه شرکتونو جوړول ، د سلګونو بیخ بینایی طرحو اجرا ، له نویو طرحو په دوامداره توګه ګټه اخیستل ، په پوځی صنایعو کې حیرانونکي پرمختګونه  او په فضایي چارو کې ډیر ښه بریالیتوبونه په هیواد کې د پراخو او پیاړو ظرفیتونو له یوې برخې د استفادې نتیجه ده.

هغوي همداراز د کرونا له لومړنۍ څپې سره په مقابله کې د خلکو په وخت او فداکارانه شتون ، کمزورو کورنیو ته د مومنانه مرستو په غورځنګ کې  د ملت ډیر ارزښتناک خدمات  او د سردار سلیمانی په بدرګه کولو کې د خلکو پرتمین او حیرانونکې شتون د ایراني ملت  د ژور معنوي ظرفیت بیلګې وبللې، او جوته یې کړه: خلکو د ایرانیانو د ملي او جهادي  اقتدار د سمبول یعنې شهید سلیماني په ستانیه کې وښودله چی د استکبار په وړاندې په مقاومت او مبارزې  باندې ایمان لري.

*/*/*/*/*/

او هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه راخلو چې دې ورځپاڼې هم خپل وړومبۍ سرټکی د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پرونیو څرګندونو ته بیل کړی دی خو د دې خبر په خوا کښې یې د خپل پلار په غیږه کښې د یو یمني ماشوم انځور چاپ کړی چې په څرمنه کښې یې راوتلي هډوکي او وچ او ډنګر لاسونه یې د هر انسان زړه خوږوي. د دغه انځور د پاسه د نړیوال سره صلیب له قوله په غټو ټکیو لیکل شوي دي: د یمن ۶۶ فیصده خلک د خوړو لپاره هیڅ نه لري.

د خبر په ځینو برخو کښې لولو چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلې دي: ۶۶ فیصده یمنیان هیڅ ډول خواړه نه لري او ۱۱ فیصده همه له سختې خوارځواکۍ کړیږي.

د یمن له ۳۰ میلیون نفوسو څخه ۶۴ فیصده له روغتیايي او صحي خدماتو بې برخې دي او ۲۰ فیصده نور هم د خوراکي امنیت له نشتوالي رنځیږي.

سعودي ائتلاف د ۱۳۹۴ کال د وري په میاشت کښې د یمن په خلکو باندې بمبارۍ پیل کړې چې لاهم دوام لري. دغه جنایتکاره ائتلاف د نړیوالې ټولنې د چپتیا په سیوري کښې په یمن کښې د ۲۱ پيړۍ ترټولو ستره ټریجیډي رامینځته کړه.

کیهان هم داشان د نیویارک ټایمز یو رپورټ ته په اشارې سره لیکلي دي: د ایران او چین د موافقې سند د ایران خلاف د ټرمپ سیاستونو ته ستر ګوزار دی.

په خبر کښې راغلي چې د ایران او چین د پراخې اقتصادي او امنیتي ملګرتیا موافقه به د ایران د ګوښه کولو لپاره د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هلې ځلې کمزورې کړي.

د نړۍ د ډیرو هیوادونو په اپوټه چین ځان د امریکې په وړاندې د دریدنې او مقاومت په موقعیت کښې ویني او ځان دومره پياوړې ګڼي چې د امریکې د خبردارونکو اقداماتو په وړاندې ولاړ دی.

کیهان هم داشان د امریکې د روان کال د ولسمشریزو انتخاباتو په هکله د اکونومیسټ ورځپاڼې رپورټ راخیستې چې وايي: په دغو انتخاباتو کښې د ډونلډ ټرمپ د بریا چانس یوازې لس فیصده دی.

له تهرانه د چاپيدونکې دغې ورځپاڼې ځینې نور مهم سرټکي په دا ډول دي:

(د اندیښنې څرګندونه) په بحرین کښې د زندانیانو شکنجې او اعدام ته د اروپا یوازنې غبرګون.

د چاپان چارواکو په اوکیناوا کښې د امریکې په پوځي اډو کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو په شمیر کښې د ۴۰ فیصدي زیاتوالي په غبرګون کښې، په دې لړ کښې د پینټاګان د شفاف سازۍ غوښتنه وکړه.

په امریکې کښې په توکمپالنې باندې د روانو اعتراضونو له پیلیدو راهیسې لږترلږه ۶۶ ځلې په معترضانو باندې د ګاډو حملې شوې دي چې په کښې زیاتره د دغه هیواد د پولیسو له خوا ترسره شوې دي.

او عراقیانو د امریکې پوځي قافله وسوځوله.

نامعلومو کسانو د امریکې د پوځي تجهیزاتو او ګاډو څلور وړونکي ګاډي په دیوانیه ولایت کښې وسوځول.

*/*/*/*/*/*/*/*

کابل چاپ:

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې او له طالبانو سره د حکومت د تقابل په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

مسیر

مسیر ورځپاڼې خپله سرمقاله کې ټینګار کړی چې د سولې لپاره د لا ډېرې قربانۍ او انعطاف اړتیا ده.

وړاندې راغلي، که له یوې خوا حکومت طالبان د تاوتریخوالي پر زیاتولو تورنوي او وايي چې دا تاوتریخوالی به د سولې هڅې زیانمنې او خلک ناهیلي کړي. له بلې خوا طالبان بیا حکومت د سولې د خبرو په پیل کې پر خنډ جوړولو تورنوي او وايي چې د دوحې د تړون پر اساس باید پاتې طالب بندیان هم خوشې شي، څو د سولې بین‌الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.

د مسیر ورځپاڼې په باور، د حکومت دریځ له سولې سره له مخالفت پرته بله هېڅ معنی نه‌لري، ځکه چې که په دې ۶۰۰ بندیانو د سولې خبرې پیلېږي، نو په‌کار ده چې په خوشې کولو کې یې ځنډ ونه‌شي او په وینا یې د دغو بندیانو نه‌خوشې کول د جګړې د دوام سبب شوي، هره ورځ لسګونه افغانان وژل کېږي.

ورځپاڼې لیکلي، طالبان هم باید نرمښت وکړي، د بندیانو د خوشې کولو لپاره له سیاسي لارو چارو کار واخلي، تاوتریخوالی زیات نه‌کړي، ځکه چې اوس جګړه پوره افغاني ده او زیان‌یې یو مخ افغانانو ته رسېږي.

ورځپاڼې ټینګار کړی، د جګړې اوسنی زیان ولس ته اوړي، نو ځکه هر څوک چې له دې ولس سره مینه او خواخوږي لري، له خپله اړخه باید ډېره قرباني او انعطاف وښيي، څو د سولې پروسه بریالۍ شي او جګړه‌ خوښي او د سولې ضد کسان ناکام او رسوا شي.

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د سولې په لار کې پرتو خنډونو ته اشاره کړې او پوښتنه‌یې مطرح کړې چې څنګه د دې جګړې پر دوام طالب ټينګار کوي او د ټولو سوله غوښتونکو هيلو او غږونو په مقابل کې بې‌تفاوته پاتې کېږي؟!

ورځپاڼه لیکي، ځواب جوت دی، په افغانستان کې دا جګړه د پرديو له‌خوا روانه ده، دا جګړه د طالب پر مټ روانه ساتل کېږي. د سرمقالې لیکوال پر پاکستان، ايران او روسيې تور پورې کړی چې د افغانستان په جګړه کې مخامخ ښکېل دي او طالبان‌یې د دې جګړې لپاره کرایه کړې ډله ده.

د سرمقاله لیکونکي په باور، طالبانو د قطر په تړون کې منلې چې تاوتریخوالی به کموي، خو عملاً يې په ټوله کې جګړه او بريدونه زيات کړي چې قرباني يې ملکي وګړي ورکوي.

ورځپاڼه لیکي، د طالبانو له‌خوا د جګړې او بريدونو زياتېدل، په ښارونو او امنيتي ځواکونو د دې ډلې بريدونه، د سړک غاړې ماين چاودنې چې قربانيان‌‌يې ملکيان دي او د دولتي کارکوونکو په نښه کول، په هېواد کې تل‌‌پاتې سولې ته د رسېدو او د بين‌‌الافغاني خبرو د پيل لپاره د افغانانو او نړيوالې ټولنې هيلې زيانمنوي!.

د دې ډلې له‌خوا د جګړې دوام، د سولې پر پروسې ناوړه اغېز کوي.

ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې د روسیې له لوري طالبانو ته د امریکايي پوځیانو د وژلو په بدل کې د انعام منلو په اړه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له خپرېدو وروسته په دې موضوع په لوېدیځو رسنیو کې ډېر غبرګونونه راپارولي دي.

ورځپاڼې د ځنیو کارپوهانو په حواله لیکلي چې روسیه داسې افغانستان غواړي چې هېڅکله د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې د جهادي غورځنګونو ملاتړ ونه‌‌کړي او نه امریکایانو ته اډه ورکړي چې یوه ورځ د روسانو پر ضد ورڅخه کار واخلي.

ورځپاڼه کې راغلي، روسیه له طالبانو سره د امریکا د موافقې ملاتړ کوي او په عین وخت کې مسکو د لوېدیځ د پوځي حضور د محدودولو او د داعش ډلې پر ضد د طالبانو ننګه کوي.

*/*/*/*/*