څېړونکي وايي ماشومان لویانو ته کورونا نه انتقالوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91495-څېړونکي_وايي_ماشومان_لویانو_ته_کورونا_نه_انتقالوی
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، د جرمني په ختیځ کې د ساکسوني ایالت د زده کوونکو او ښوونکو ازمېښتونو وښوده چې ماشومان پر کورونا د اخته کېدو په وړاندې د یوه بریک یا خنډ په شان عمل کولی شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2020 01:30 Asia/Kabul
  • څېړونکي وايي ماشومان لویانو ته کورونا نه انتقالوی

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، د جرمني په ختیځ کې د ساکسوني ایالت د زده کوونکو او ښوونکو ازمېښتونو وښوده چې ماشومان پر کورونا د اخته کېدو په وړاندې د یوه بریک یا خنډ په شان عمل کولی شي.

په جرمني کې څېړونکي دې نتیجې ته رسېدلي چې ماشومان نه یوازې دا چې کورونا لویانو نه لېږدوي بلکې د دې ناورغۍ په وړاندې د یوه خنډ په توګه رول لرلی شي.

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، د جرمني په ختیځ کې د ساکسوني ایالت د زده کوونکو او ښوونکو ازمېښتونو وښوده چې ماشومان پر کورونا د اخته کېدو په وړاندې د یوه بریک یا خنډ په شان عمل کولی شي.

په هغو ټیستونو کې، چې د ښوونځیو د ۲ زره زده کوونکو او ښوونکو شوې، څرګنده شوې چې د پخواني تصور خلاف ښوونځي د کورونا وایرس په خپرولو کې هیڅ رول نه لري.