دایران او روسیې ملګرتیا د نړیوال امنیت او سولې په ګټه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91548-دایران_او_روسیې_ملګرتیا_د_نړیوال_امنیت_او_سولې_په_ګټه
د رسویې ولسمشر هم په دغو خبرو کې وویل روسیه د تیرو پینځو کلونو په شان له ایټمی موافقې ملاتړ کوی او د هغې په ساتلو او اجرا ټینګار لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2020 10:32 Asia/Kabul
  • دایران او روسیې ملګرتیا د نړیوال امنیت او سولې په ګټه

د رسویې ولسمشر هم په دغو خبرو کې وویل روسیه د تیرو پینځو کلونو په شان له ایټمی موافقې ملاتړ کوی او د هغې په ساتلو او اجرا ټینګار لری .

د ایران او روسیې ولسمشرانو د ایټمی موافقې په ساتلو او اجرا او د امریکا له یواړخیز پالنې سره د مقابلې له ضرورت د ملاتړ په ترڅ کې د تهران او ماسکو د اړیکو په پراختیا تینګار وکړ .

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د زیارت په ورځ له خپل روسی همڅنګ پوتین سره په ټیلی فونی خبرو کې د ایټمی موافقې بشپړه اجرا اهمیت ته په اشارې سره وویل د ایران د اسلیحاتی بایکاټ د تمدید لپاره د امریکا له وروستیو هلو ځلو او یو اړخیز پالنې سره مقابله ضروری ده .

د رسویې ولسمشر هم په دغو خبرو کې وویل روسیه د تیرو پینځو کلونو په شان له ایټمی موافقې ملاتړ کوی او د هغې په ساتلو او اجرا ټینګار لری .

ایران او روسیه د دو ګاونډیو هیوادونو په توګه خپلې اړیکی تعریف کړی دي ځکه چی د نړۍ په سویه له یواړخیز پالنې او غیر قانونی کړنو سره مخالف دي . ایران او روسیه په ګډواو څو اړخیزه کړچار چی نړیوال پیژندل شوی حقوقو او اصول دي ، باور لری .

ایران اوروسیه د کډ کړچار په سبب د سیمه ایزو او نړیوالو کړکیچونو د اواری لپاره ښې ملګرتیاوې او سلاومشورې لري . د ایران په ایټمی دوسیه کې د روسیې مثبت  رول لوبول ، د سوریې په بحران کې د تهران او ماسکو رغنده ملګرتیا  او د ایران ضد امریکا یواړخیز بایکاټونو او یو اړخیز پالنی سره د روسیې مخالفت  د انډوله او دوه اړخیزه ملګرتیا د دوام له اهمیته د ایران او روسیې د ګډ درک ښودنه کوی .

په همکدې چوکاټ کې د ایران خارجه وزیر جواد ظریف په ځلونو ماسکو ته سفر کړی او له خپل روسی همڅنګ لاروف سره یې سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو ، د دوه اړخیزه ملګرتیاوپه تیره بیا په اقتصادی زمینه کی د اړیکو د پراختیا په هکله سلا و مشورې کړی دي .

د نړیوال نظام ننیو حساسو شرایطو او د یواړخیز پالنې په سیوره کې د خپلو ګټو د پرمخ بوتلو لپاره د امریکا هلې ځلې  له مخکی زیات د ایران او روسیې د دومداره سلاو مشورې اهمیت پیدا کړی دی .

په همدې زمینه کی ظریف ویلی دی د یاران او روسیې اړیکی د دوه ګاونډیو هیوادونو په توګه سټراتیجیکې اړیکی دي او نړیوالو حالاتو ته په پام سره د دې ضرورت دې چی دواړه هیوادونه په دوامداره توګه سلاو مشورې وکړي .

نن هم د ایران د تسلیحاتی بایکاټ د دوام لپاره د امریکا هلو ځلو او اقدام ته په پام سره د امریکا له ویجاړونکی یو اړخیز پالنې د نیوال نظام د ژغورلو لپاره د روسیې او چین اغیزمن رول ضروری دې .

دغه  مهم اصل ته په پام سره د ایران او روسیې منظمه سلاو مشورې په  سیمه ایزو او نړیوالو سیاسی معادلاتو اغیزمنې او په عین حال کی د دواړو هیوادونو د ګټو تامینونکی دي .