د امریکاد فولادوکارخانه هم د اور د لمبو ښکارشوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91555-د_امریکاد_فولادوکارخانه_هم_د_اور_د_لمبو_ښکارشوه
د سی بی ایس خبری چینل په وسیله دخپرو شوو عکسونو څخه معلومیږي ، چې د اور وژنې د ا دارې ماموران د اور دمړکولو هڅه کوي خو د اور دزیاتیدا لمبې هم له ورایه ښکاري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2020 02:04 Asia/Kabul
  • د امریکاد فولادوکارخانه هم د اور د لمبو ښکارشوه

د سی بی ایس خبری چینل په وسیله دخپرو شوو عکسونو څخه معلومیږي ، چې د اور وژنې د ا دارې ماموران د اور دمړکولو هڅه کوي خو د اور دزیاتیدا لمبې هم له ورایه ښکاري .

 فارس خبری آژانس راپور ورکړی ، د امریکا په اینډیانا ایالت کې د فولادو دجوړونې د یوې کارخانې په یوې برخې کې چاودنه  په دغې کارخانې کې دستر اور لامل شوې چې وئیل کيږي،  ډير تاوانونه ائې اړولي دي .

 راپور ښئ ،په اینډیانا ایالت کې  په برنز هرپّر  ښار کې  د آرسلورمیټل  فولادو کارنې چاودنې  درست ښار لړزولی  چې  دستر اور  او ددغې کارخانې دیوې برخې د نړیدا لامل شوي ده . 

د سی بی ایس خبری چینل  په وسیله دخپرو شوو  عکسونو څخه معلومیږي ، چې د  اور وژنې د ا دارې  ماموران د اور دمړکولو هڅه کوي  خو د اور دزیاتیدا لمبې  هم له ورایه ښکاري .

 داپه  داسې حال کې دي چې په همداوروستیو شپو ورځو کې دامریکا  یوه ستره جنګي بیړه یو ایس اس  هم په پرله پسې چاودنو پسې د  څلورمې ورځې پورې د اوور په لمبو کې لوو لَپه سوځيدلې او وئیل کیږي ، چې  په دغې  جنګي بیړۍ کې  کابو شل ایف ۳۵ډوله جنګي الوتکې او نورډير ستر پوځي تجهیزات او توغندوي ضد دفاعي سسټمونه هم موجود وو .  او دا هم و ئیل شوي چې دغه اوور  څه دپاسه پنځه میلیارډ ډالري تاوانونه اړولي دي .