د ایران پرضد د امریکا سیاست ماتي خوړلي ده
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ ډیموکراټ غړي کریسټوفر کونز د جامع ملګرتیا د موافقې د اجرا لپاره د چین او د ایران پروګرام د سپینې ماڼۍ د چارواکو او د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ایران ضد سیاستونو د بې نتیجې توب نښه وبلله .
هغه د چین او د ایران موافقه د امریکا د زیات دباو په نوم د سیاست لپاره یو(۱) مشکل وباله او هغه ته یې د ځواب ویلو غوښتنه وکړه .
کونز د امریکا د خارجه وزیر مرستیال سټیفن بیګان ته چې د ولسمشر ټرمپ په استازي توب په غونډې کښې حاضر شوی و وویل سپینه ماڼۍ د ایران او د چین مخ په زیاتیدا اړیکو ته د ځواب ویلو لپاره له خپلو متحدانو او داخل کښې ستراتيژیکه غږملتیا نلري .
د ایران او د چین د جامع ملګرتیاو پروګرام چې د تدوین او د نهايي کیدا په حال کښې دی نن سبا د امریکا د چارواکو په یوې (۱) اصلي اندیښنې بدل شوی دی .
ایران او چین د دوو (۲) خپلواکه او قدرتمنو هیوادونو په توګه تل د امریکا د سلطه غواړو اقداماتو او د سیاستونو په مقابل کښې مقاومت کړی دی .