پمپئو د امریکې د تاریخ ترټولو بد خارجه وزیر دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91740-پمپئو_د_امریکې_د_تاریخ_ترټولو_بد_خارجه_وزیر_دی
یوې امریکايي رسنۍ مایک پمپئو د دغه هیواد د تاریخ ترټولو بد خارجه وزیر بللی دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 26, 2020 05:17 Asia/Kabul
  • پمپئو د امریکې د تاریخ ترټولو بد خارجه وزیر دی

یوې امریکايي رسنۍ مایک پمپئو د دغه هیواد د تاریخ ترټولو بد خارجه وزیر بللی دی.

د سي، این، این خبري چینل مقاله لیکونکي ډیویډ میلر، مایک پمپئو د متعصبانه کړنلارې په وجه د متحده ایالاتو د تاریخ ترټولو بد د بهرنیو چارو وزیر ونوموه.

ډیویډ میلر باوري دی چې پمپئو د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په سیاست ځپلې دی او اقدامات یې د خپلو شخصي مقاصدو او د قانون د حاکمیت او ځواب ورکونې په وړاندې د ډونلډ ټرمپ د ساتنې په لړ کښې دي.

د ویلو ده چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر د ډونلډ ټرمپ لخوا د چین او روسیې خلاف کمپین مخکښ دی.