زرګونه معترضان د نتانیاهو د کور مخې ته راغونډ شول
صهیونیسټي رسنیو بیګا ماښام د قدس د نیواکګر رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د کور مخې ته د معترضانو د تجمع د دوام خبر ورکړ.
د ټایمز اسرائیل ویب سایټ په لیکنه ټاکل شوې وه چې راغونډ شوي کسان د قدس په مرکز کښې د نتانیاهو خلاف یولړ مظاهرې وکړي.
څه باندې دوه اونۍ وشوې چې د صهیونیسټ رژیم د وزیراعظم د سیاستونو مخالفانو د هغه خلاف مظاهرې پیل کړي او د دغو مظاهرو لمن په بالفور سړک کښې د هغه د کور خواوشا ته هم غزیدلې ده. معترضان د کرونا په کنټرولولو کښې د نتاتیاهو د کابینې په کمزورې کړنلارې باندې په نیوکې سره او د هغه او د هغه د میرمنې د مالي فساد په دوسیو کښې د نتانیاهو د سمدسي استعفا غوښتونکي دي.
له بلې خوا د امریکې په سانفرانسیسکو ښار کښې هم د صهیونیسټي رژيم د وزیراعظم خلاف اعتراضي تجمع او مظاهرې وشوې.
مظاهره چیانو د سانفرانسسکو ښار د ګولډن ګیټ پل په خوا کښې په راغونډیدو سره له وزیراعظمۍ د بنیامین تنانیاهو د څنګته کیدو غوښتنه وکړه.