د کورونا د کنټرول لپاره د امریکا اقدامات کافي نه دي
سي این این ټیلي ويژن راپور ورکړ په امریکا کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو د شمیر په زیاتیدا سره کارپیژاندو د دغه ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واشنګټن د حکومت د ناکافي اقداماتو په هکله خبرداری ورکړ .
په امریکا کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو د شمیر په زیاتیدا سره کارپیژاندو خبرداری ورکړی دی چې د دغه ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واشنګټن د حکومت اقدامات کافي نه دي .
په همدې لړ کښې د بیلور په طبي پوهنځي کښې د ټروپیکال میډیسن مرکز مشر او استاد ډاکټر پیټر هوټز هم په یوې(۱) مرکې کښې تر اکتوبر میاشتې پورې د امریکا په ټولو ایالتونو کښې د کورونا ویروس د کنټرولولو لپاره د فیډرال پلان د اجرا کولو غوښتنه وکړه .
د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د راپور پراساس تر پرون مازیګر پورې په پریکنده توګه د امریکا څلور میلیونه او نهه لکه کسان په کورونا ویروس ککړ شوي دي .
ویل کیږي چې د سمبر میاشتې تر لومړیو پورې به په امریکا کښې کابو درې لکه (۳۰۰۰۰۰) کسان د کورونا ویروس له کبله مړه شي .