ورځپاڼو ته کتنه ۲۱-۵-۹۹
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92175
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 11, 2020 12:02 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۱-۵-۹۹

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

وړومبې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه رااخلو چې په خپله نننۍ ګڼه کښې يې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله وليکل: د ايران د ټولو قواو په ملګرتيا سره د دښمنانو دسيسې شنډيږي.

د اسلامی ایران  ولسمشر ډاکټر حسن روحاني پرون مازیګر د  ایران د دريو واړو قواؤ د مشرانو په شتون سره د اقتصادي  چارو د غږملونکي لوړې شورا په غونډه کښې د دښمنانو  له دسیسې او بندیزونو سره دمقابلې او  د ولس دمعیشت او اقتصادي مشکلاتو د حل لپاره د دريو واړو قواؤ  پیوستون  او انسجام د ساتلو ضرورت ته په اشارې سره  تاکيد وکړ ،  حکومت د نورو قواؤ په ملګرتیا سره د خلقو په اقتصاد ښې  د نوو  لارو چارو په پرانېستو پسې دے .

--------

د تهران چاپ کېهاه ورځپاڼې د اسلامي ايران د خارجه وزير په حوالې سره وليکل: په نړۍ د لویدیځ د سلطې مرحله  ختمه شوې ده.

د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا د ټولنیز چینل انسټاګرام له لارې د  :نړۍ د حالاتو د بدلیدو: په عنوان سره  د غونډو  د لړۍ په دوام کښې  پخپلو ژوندیو څرګندونو کښې  د دې خبرې په کولو سره چې  تر وروستیو وختونو پورې ، هر هغه څه چې  په نړیوال ډګر کښې  يې اهمیّت لرۀ،یا په لویدیځي جغرافیا کښې  او یا د هغوي په سیاسی حوزې کښې  رامېنځةکیدل ، وئیلي دي ، دغه  انحصار د کمیدو په حال کې دے او دلیل يې  د نړیوالو فرصتونو  او چیلنجونو پشمول نړیوال بدلونونه دي .

 جواد ظریف روښانه کړه ،لویدیځ  په خپل سر له نړیوالو چیلنجونو سره  د مخامخیدو توانمنۍ نه لري  او همدا رنګ په خپل سر د خپل ټولنیز ژواک چاپیریال ، امنیت او ا انسجام  نه ساتلې او نه هم تامینولې شي . 

----------

د تهران چاپ يوې بلې اطلاعات ورځپاڼې په خپل يو خبر کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت د وياند په نقل سره وليکل:

امریکایان دامنیت شورا له لاروچارو ناسمه استفاده کوي. د اسلامی ایران د خارجه وزارت ویاند عباس موسوي  پرون په يوې خبري ناستې کښې د ایران داسلامی جمهوریت  په خلاف د وسلو دبندیزونو د تمدیدولو لپاره د امریکې هڅو ته په اشارې سره  وويل ،  امریکایان  د ملګروملتو د امنیت شورا  له لارو چارو او کړنو  ناوړه استفاده کوي .

 

 عباس موسوي د امنيت د شورا د نن ورځې په  غونډه ک د ایران  په خلاف د وسلو د بندیزونو د تمدیدولو په باب د امریکې  د پریکړ لیک د نوې مسودې  مطرح کیدو په باب زیاته کړه،    دغه اقدام له دې مخکې چې د ایران په خلاف وي ، د ملګروملتو د امنیت شورا او نړیوالو لارو چارو په خلاف  دے.

ورځپاڼې همدارنګ وليکل: روسيې د ایران په وړاندې منفي ډيپلومېسي د امریکائی چارواکو لالهاندي وبلله.

په ویانا کښې  په نړیوالو اورګانونو کښې د روسیې دائمي استازي میخائیل اولیانف پخپل ټولنیز پیغام کښې  د ایران په وړاندې د امریکې دخارجه وزیر مایک پومپئو په ادعا باندې په نیوکو سره  لیکلی دي ،د ایران په خلاف د زیاتره دباؤ سیاست  له ډيپلومېسۍ سره هیڅ ا رتباط نه لري .

 اولیانف  همدارنګ  د ایران په خلاف د وسلو د بندیزونو د تمدیدیدو په باب د فارس خلیج د ملګرتیا شورا  په غوښتنې د  امریکې د خارجه وزیر خوشالیدل  بې ارزښته خبره بللې او وئيلي يې دي ،باید له نړیوالو مقرراتو او اصولو لرې هیڅ یوې خبرې ته اهمیّت ورنکړې شي .

-----------

او د تهران يوې بلې ورځپاڼې ايران بيا وليکل: د چين د خارجه وزرات د وياند له قوله وليکل: د چین او ایران په خلاف د امریکې په انتخاباتو کښې د لاسوهنې خبره ملنډه ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاؤ لی جیان  د  امریکې  د ولسمشرۍ  په راتلونکو انتخاباتو کښې  د لاسوهنې په باب  د چین ،روسیې او ايران په خلاف دامریکا تورونه رد کړل او دا يې  یوازې یوه ملنډه بللې او وئيلي ئې دي ، دغه انتخابات د دوي یوه داخلی موضوع ده  او بیجینګ او نور  به هیڅکله هم پکې ګوتې ونه وهي .

-------------

اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته لاس کړوو چې په سر کښې هم جنګ ورځپاڼه رااخلو، دغې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د دغه هېواد د وزيراعظم عمران خان له قوله وليکل: پکار دي ملګري ملتونه د هند تر کنټرول لاندې کشمير کښې د حالاتو سختوالي ته په پام سره خپل کردار ادا کړي. هغه زياته کړه د کشمېر دغه کشاله له اوو لسيزو راهسې د امنيت د شورا په  اېجنډا کښې شامله او پرته ده چې ورته د خاصې توجه ضرورت دے.

ورځپانې همدارنګ د دغه هېواد د خارجه  وزير شاه محمود قرېشي له قوله وليکل: د هند تر کنټرول لاندې کشمير کښې په نفوسو کښې په بدلون پاکستان سخت تشويش لري. هغه وويل په د کشمير د مسئلې له هوارېدو نه بغېر په سيمه کښې پائېدارا امنيت نه شي راتلې.

د اسلام آباد چاپ دنيا ورځپاڼې بيا وليکل: له افغانستان پولې سره نزدې د پاکستان په چمن سيمه کښې د بم چاودنې له امله شپږ تنه ووژل شول او اولس نور ژوبل شول. د بلوچستان صوبې د پولیسو سرچینو وئیلی دي،نامعلومو ترهه ګرو په موټر سائيکل کې بم اېښودلی ؤ دا بم هاله وچاودۀ،چې له دغه ځایه د اینټي نارکاټیکس  فورس ګاډی تیریدۀ،چې دغه مرګ ژوبله يې اړولې ده .

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې  وليکل: د طالب ډلې او افغان حکومت ترمېنځ د صلحې خبرې اترې د روان اګست د مياشتې له شپاړسمې څخه شروع کيږي. چې د دې غرض لپاره د افغان حکومت لخوا يو مذاکراتي ټيم د معصوم ستانکزي په مشرۍ سبا د قطر دوحې ته روانيږي.

د ورځپاڼې د رپوټ له مخې افغان ولسمشر د طالب ډلې د  څلور سوو پاتې بنديانو د آزادولو حکم لاسليک کړ چې له دې وروسته طالب ډلې له افغان حکومت سره نېغ په نېغ د صلحې خبرو اترو ته چمتووالی وښود.

----------

او  اوس ځينې نورې بهرنۍ ورځپاڼې رااخلوو چې په سر کښې فارن پالیسي ورځپاڼه ليکي:

د افغانستان ښځې باید د دغه هېواد د سولې بهیر په مرکز کې وي، دا د فارن پالیسي د یوه مطلب سرلیک دی.

لیکوال ویلي، افغانستان راتلونکې کې یوازې د هغو کسانو مشارکت ته اړتیا نه لري چې وسلې لري، بلکې د نورو افرادو ګډون ته هم اړتیا لري.

مطلب کې راغلي، د سولې بهیر کې د ښځو ونډه ګټوره ده او دا ونډه پخوا د فلیپین، لایبریا او شمالي ایرلنډ د سولې بهیرونو کې تجربه شوې.

 

د مطلب په دوام راغلي، که د سولې بهیر کې ښځې معنا داره رول ولري، دا د دې ښکارندويي کوي چې پایله به تر ډېره حده بریالۍ او تل پاتې وي.

ځینې مېرمنې بیا اندېښمنې دي چې ممکن د سولې په خبرو کې به د دوی د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ شي.

ورځپاڼه ليکي اوس د ټولو هيلې بین الافغاني خبرو ته دي، هغه خبرې چې ټاکل شوې نژدې ورځو کې د قطر پلازمېنه دوحه کې پيل شي.

-----

ډېپلوميټ بيا په یو مطلب کې افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو حضور ته کتنه کړې. او ليکي:

، طالبان په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو حضور ردوي، خو پوښتنه شوې چې ایا دا ادعا سمه ده؟

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې وویل، افغانستان کې د القاعده سلګونه جنګیالي له طالبانو سره اړیکه لري، خو طالبانو هغه راپور رد کړ.

د مطلب لیکوال په دې باور دی چې په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو ستونزه باید هواره شي، هغه که په ښکاره یا د پردې تر شا وي چې د لیکوال په ټکو تاریخ بیا تکرار نه شي.

د ېپلومېټ د ليکنې مطابق څو ورځې وړاندې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر فاکس نیوز ته وویل، د نومبر تر پایه به افغانستان کې د دوی د ځواکونو شمېر له پنځو زرو ټیټې کچې ته راشي.

نوموړي دا شرط وړاندې کړ چې د ځواکونو وتل به وضعیت ته په کتو کېږي.

---------