د امریکا له خوا د لویدیځ لپاره د چین خطرناک بریښودل
په حقیقت کې پخپل اروپائي سفر کې د امریکا دبهرني سیاست د سکندر په توګه د مایک پمپئو یوه موخه ، دغو هیوادونو ته خبرداری او د چین او اروپا داړیکو دپراختیا د مخنیوی لپاره جدي هڅه ده .
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ واک ته د رسیدا له هماغه پیله د چین په ضد غلیمانه او سخت سیاستونه غوره کړي او له بیجینګ سره ئې په بیلابیلو سیاسی،اقتصادي ، او امنیتي اړخونو کې مقابلې ته مخه کړې ده . د امریکا لوړپوړو چارواکو هم پخپلو دریځونو کې دهغه په شان کړچار خپل کړی او د لویدیځ لپاره ئې د یوې جدي خطرې په څیر د چین د انځورولو هڅه کوي .
دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو د چارشنبې په ورځې د چک جمهوریت په مشرانو جرګې کې پخپلې وینا کې مدعي شوی ، چې د لویدیځ لپاره دچین ګواښونه ، دساړه جنګ په پړاؤ کې د شوروي له ګواښونو ډير خطرناک دي . پمپؤ وئيلی دي ، هغه څه چې د رامینځةکیدا په حال کې دي ،دوهم سوړ جنګ نه دی . د چین د کمونیسټ ګوند پّ وړاندې دمقاومت چیلنج ډير مشکل او سخت دی . د امریکا خارجه وزیر ټينګار کړی ، د چین کمونیسټ ګوند زمونږ په اقتصادونو کې ، زمونږ په سیاسی چارو کې او زمونږ په ټولنو کې نفوذ کړی دی چې شوروي اتحاد هیڅکله هم داسې نه کړئ شوي .
د امریکاد خارجه وزیر اشاره،له اورپائي هیوادونو سره دملګرتیاؤ او پانګونو زیاتولو او داړیکو د پراختیا لپاره په وروستیو کلونو کې د چین دومدارو او پراخو هڅو ته ده چې نه یوازې د اروپائي اتحادئې له خوا له مثبتون غبرګونونو سره مخامخ شوی ، بلکې اوس بیجینګ هڅه کوي ،څو له اروپائي هیوادونو په تیره بیا ددغې لوئې وچې له ختیځي هیوادونو سره هم په مختلفو زمینو کې دوواړخیزو تعاملاتو ته وارد شي او په دې توګه په اروپا کې دخپلو پښو پل لا پياوړی کړي . دچین دلوړ پوړو چارواکو سفرونه او له اروپائي چارواکو سره دمشرانو په سویه د غونډو ترسره کیدا هم په همدې لړ کې ترسره کیږي . د چین ددغه کړچار په مشخصو موردونو کې ، په بیلابیلو اروپائي هیوادونو کې د G5 په نامې سره د پنځم نسل انټرنیټ د پرانیستو لپاره د هواوي مخابراتي شرکت هڅه هم شامله ده . دغې موضوع د واشنګټن لپاره د خطرې ټلۍ کړنګولې ده او اوس د ټرمپ حکومت دچین له نفوذ سره د مقابلې او له اروپائي هیوادونو سره دبیجینګ د تجارتي ، اقتصادی او ټيکنالوجیکي مراوداتو او د اړیکو دسوئې دغوڅولو او یا کمولو لپاره ددغو هیوادونو پر لوړپوړو چارواکو ډير زیات دباؤنه اچوي او دوي ئې ګواښلي دي چې که دغه بهیر دوام وکړي ، نو د اړیکو د کمولو او یا حتی د بندیزونو اوسزاکولو په بڼه کې به دامریکا له منفي غبرګون سره مخامخ شي .
په حقیقت کې پخپل اروپائي سفر کې د امریکا دبهرني سیاست د سکندر په توګه د مایک پمپئو یوه موخه ، دغو هیوادونو ته خبرداری او د چین او اروپا داړیکو دپراختیا د مخنیوی لپاره جدي هڅه ده . هغه مدعي شوی چې که څه هم ممکنه ده ځيني اروپائي ملتونه ددغو ګواښونو په په ځنډ سره هوښیار او ځير شي ، خو دم ګړۍ حالات مثبت دي . په عین حال کې ، ظاهرا د مایک پمپئو څرګندونې په اروپا کې څه خاص خریدار نه لري او دبریتانیا په څير له ځينو په ګوته شمیر هیوادونو پرته ، چې د واشنګټن ددباؤنو او له امریکاسره د اړیکو د برلاسه ګټو په دلیل او په تیره بیا د انټرنیټ د پنځم نسل (جی ۵) په زمینې کې ئې له چین سره له ملګرتیا ډډه کړې ده ، خو د اروپائي اتحادئې او د ډيرو اروپائی هیوادونو دریځونه له چین سره د اړیکو پراختیا او دوام دی .
د اروپائي شورا دمشر شارل میشل په وینا، دچین او اروپائي اتحادئې اړیکو په داوروستیو کلونو کې بدلې شوي او د مونږ اقتصادي اړوندوالی ډیر دی . مونږ باید د آب و هوا د بدلیدو ود تل پاتې پراختیا دموخو دپوره کیدا او یا له کرونا ویروس سره دمقابلې په څير په نړیوالو چیلنجونو کې پخپلو کې سره ملګرتیا وکړو .:
په عین حال کې د ټرمپ د حکومت مخینه ښئ چې واشنګټن ددغه شان دبهیر د دوام د مخنیوي لپاره نه یوازې د سیاسی او ډيپلوماټيکو رودو له اړمه استفاده کوي ،بلکې د امریکا له غوښتنو څخه د اروپائي هیوادونو د پيروۍ د نه کولو په بڼه کې حاضر دی،چې د بندیزونو دکمولو او د اړیکو د سوئې د کمولو په څير له رودو او اړمونو استفاده وکړي . د روسیې دملی امنیت د مرستیال منشي الیګذنډر وینتیکوف په وینا، واشنګټڼ د خپلو ګټو او موخو د پرمخ بیولو لپاره د اروپایانو په غلي کولو کې هیڅ شک او ځنډ نه کوي .....