روسیې او چین د امریکا پریکړه لیک ته منفي رایې ورکړې
زمونږ خبریال وايي په ملګروملتونو کښې د روسیې او د چین دائمي نمایندګیو بیګا په جلا جلا ډول په امنیت شورا کښې د امریکا د ایران ضد پریکړه لیک د ماتي په هکله بیانیې خپرې کړې .
په ملګروملتونو کښې د روسیې دائمي نمایندګۍ په خپلې بیانیې کښې په امنیت شورا کښې د ایران د وسلو د بایکاټ د تمدیدولو لپاره د امریکا وړاندیزي پریکړه لیک ته د ماسکو منفي رایې ورکولو ته په اشارې سره وویل روسیې د امریکا د حکومت د ایران ضد د پریکړه لیک مسودې ته منفي رایه ورکړه ځکه چې دغه مسوده د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک ښکاره خلاف ورزۍ ده .
په ملګروملتونو کښې د چین دائمي نمایندګۍ هم په خپلې بیانیې کښې د امریکا د ایران ضد پریکړه لیک ته د پیکینګ منفي رایې ورکولو ته په اشارې سره وویل د امریکا لخوا د وړاندې شوي پریکړه لیک مسوده د زور وینې مصداق دی .
په ملګروملتونو کښې د چین دائمي نمایندګۍ په دغه بیانیې کښې ټینګار وکړ په امنیت شورا کښې د امریکا ماتي وښودله یواړخیز پالنه له ملاتړه برخوره نه د او بدمعاشۍ به ماتي وخوري .
په ملګروملتونو کښې د چین دائمي نمایندګۍ په دوام کښې په دې خبرې سره چې د امنیت شورا اکثره غړي هیوادونه باوري دي چ باید د اټومي اتړون او د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک دفاع وکړو او هغه اجرا کړو وویل که چیرې امریکا بیا هم د ایران پرضد د بایکاټونو د ستنولو هڅه وکړي بیا به هم ماتي وخوري .
د ایران د وسلو د بایکاټ د تمدیدولو لپاره د امریکا وړاندیزي پریکړه لیک د امنیت شورا په غونډې کښې رایې ترلاسه نکړې او ماتي یې وخوړله .
په ملګروملتونو کښې د امریکا دائمي استازي کلي کرافټ په امنیت شورا کښې د واشنګټن له شرمونکي ماتي خوړلو وروسته وویل امریکا به له نن څخه د ماشه مکانیزم د کارولو لپاره خپلې هڅې پیل کړي .