د امنیت شورا غړي د امریکا له اقدام سره مخالف دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92402-د_امنیت_شورا_غړي_د_امریکا_له_اقدام_سره_مخالف_دي
رویټرز خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د امنیت شورا دیارلسو (۱۳) غړو د ایران پرضد د ماشه د مکانیزم ( triggering mechanism )د فعالولو لپاره د امریکا له فیصلې سره مخالفت اعلان کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 22, 2020 00:29 Asia/Kabul
  • د امنیت شورا غړي د امریکا له اقدام سره مخالف دي

رویټرز خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د امنیت شورا دیارلسو (۱۳) غړو د ایران پرضد د ماشه د مکانیزم ( triggering mechanism )د فعالولو لپاره د امریکا له فیصلې سره مخالفت اعلان کړ .

د امنیت شورا دیارلسو (۱۳) غړو د لیکونو په استولو سره وویل امریکا په دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال کښې د ایران له اټومي موافقې وتلي ده او نور د اټومي تړون غړی هیواد نه دی چې وغواړي په دغه تړون استناد سره  د ماشه مکانیزم فعال کړي .

د ملګروملتونو د امنیت شورا دغو دیارلسو (۱۳) غړیو وویل امریکا د دغه شورا په ۲۲۳۱ پریکړه لیک کښې د لیکل شویو مادو  پراساس د ایران پرضد د بایکاټونو د بیرته راګرځولو مشروعیت نلري .

دغه راز د اروپا د خارجي سیاست د مسول مرستیالې میرمن هلګا اشمید له اټومي تړون د امریکا وتلو ته په اشارې سره وویل واشنګټن د ایران پرضد د بایکاټونو د بیرته لګولو له سازوکار څخه استفاده نشي کولای .

هغې ټینګار وکړ اروپايي اتحادیه به له ایران سره د اټومي تړون په کامل ډول د اجرا او د ساتلو د تضمین لپاره هر کار ترسره کړي .

داروپايي اتحادیې د خارجي سیاست مسول جوزپ بورل هم وړمه ورځ له اټومي تړون د امریکا یواړخیز وتلو او د ایران پرضد د بندیزونو د بیرته لګولو لپاره د ماشه د مکانیزم د فعالولو لپاره د واشنګټن غوښتنې ته په اشارې سره وویل امریکا په اټومي تړون کښې ګډون لرونکی لوری نه دی پر دې اساس له دغه مکانیزم  څخه استفاده نشي کولای .