د ایران پرضد د امریکا بندیزونه بې نتیجې دي
ایرنا خبري اژانس وايي د چین د باندنیو چارو وزارت ویاند جائو لي جیان د ایران پرضد د امریکا یواړخیزه بایکاټونه بې نتیجې وبلل .
هغه پرون وویل د ایران د اټومي مسلې حل لاره په ډاګه سلامشورو او خبرواترو باندې متکي ده او په دې زمینه کښې به هیڅکله بایکاټونه ، دباونه او حتی پوځي ګواښونه اغیز شیندونکي نه وي .
د چین د خارجه وزارت ویاند جائو لي جیان د ایران پرضد د وسلو د بندیز د پریکړه لیک د مسودې په وړاندې کولو کښې د امریکا ماتي ته په اشارې سره خبرداری ورکړی د اټومي تړون د کمزوري کولو لپاره د واشنګټن بیا هڅه په ماتي محکومه ده .
هغه وویل امریکا په یواړخیزه ډول له اټومي تړون وتلي ده او په دغه تړون کښې یې خپل حق له لاسه ورکړی او نور د ایران پرضد د ماشه د مکانیزم د اجرا کولو هیڅ صلاحیت نلري .
وانګ لي جیان وویل چین په اسیا او ارامه سمندر کښې د امریکا د مینځ واټنه توغندیو له دیره کیدا سره مخالف دی او باوري دی دا ډول اقدامات به په سیمه کښې د بې ثباتۍ سبب شي .