ورځپاڼو ته کتنه ۴-۶-۹۹
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92466-ورځپاڼو_ته_کتنه_۴_۶_۹۹
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره زۀ ستاسو په خدمت کښې يوو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2020 08:46 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۴-۶-۹۹

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره زۀ ستاسو په خدمت کښې يوو

په سر کښې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه رااخلو چې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير له قوله يې ليکلي دي: ايران ته د اژانس د عمومي مدير سفر د ماشې له مېکانېزم سره څه تعلق نه لري.

محمد جواد ظريف پرون د خبريالانو په ټول کښې وويل تهران ته د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د عمومي مدير سفر د تهران او د دغه آژانس ترمېنځ د تېرو خبرو اترو په دوام کښې دے.

ظريف د مقدسې دفاع په دورانکښې د ايران په خلاف له کيميائي وسلو څخه د عراق د بعث رژيم استفادې ته په اشارې سره وويل، هم هغه ډول چې تاريخي مخينه داسې وه چې ايران د کيميائي وسلو قرباني ؤ خو هيڅکله يې له کيميائي وسلو استفاده نه ده کړې او د ايټمي انرجۍ له نړيوال آژانس سره ملګرتيا ته چمتو دے.

-----------

اطلاعات ورځپاڼې بيا د ايران د خارجه وزارت د وياند په حوالې سره ليکلي دي: د اماراتو او صهيونېسټ رژيم موافقې اسلامي نړۍ زخمي کړې ده،

 سعيد خطيب زاده، پرون په دې پوسټ باندې له ګمارل کېدو نه پس په خپله وړومبنۍ خبري ناسته کښې د ابوظبۍ او تل ابيب د تعلقاتو بحالولو ته په اشارې سره وويل: که د قدس شريف د نيواکګر رژيم لخوا د اېشيا لويديځ له څه ګواښ سره مخامخ شي نو ذمه واري به يې د اماراتو په غاړه وي.

خطيب زاده زياته کړه، د ايران په دفاعي او امنيتي پاليسۍ کښې فارس خليج هغه سيمه ده چې اسرائيل يې نه شي ګواښلې بله ده چې د صهيونېسټ غاصب رژيم له دې ډېر وړوکے دے چې د ايران لپاره څه ګواښ وګڼل شي.

هغه له صهيونېسټ رژيم سره د ځينو عربو واکدارانو د تعلقاتو له بحالولو وروسته له عربو او اسلامي هېوادونو سره د ايران د تعلقاتو په باره کښې  زياته کړه، اسرائيلو ښودلې ده چې خپل امنيت وساتي او هيڅ يو داسې ژمنه نشته چې يې نه وي ماته کړې او هيڅ داسې وژله او ټرور نشته چې يې نه وي ترسره کړے، دا نړيوال حقائق دي  او دا حقائق نه شي بدلېدې.

----------

د تهران چاپ ايران نومې يوې بلې ورځپاڼې بيا وليکل: ظريف او لودريان د برجام ايټمي موافقې او دوه اړخيزو تعلقاتو  په باره کښې خبرې اترې  وکړې.

د ایران او فرانسې خارجه وزیرانو بیګا په ټیلیفوني خبرو کښې د دوه اړخيزو تعلقاتو، ایټمي موافقې او د لبنان د بدلونونو په اړه د نظر تبادله وکړه.

محمد جواد ظریف او ژان ایو لودریان Jean-Yves Le Drian په دغه ټیلیفوني تماس کښې په دوه اړخیزو تعلقاتو، په ایټمي موافقې پورې د اړوندو وروستیو بدلونونو او هم داشان د بیروت بندر له چاودنې وروسته د لبنان د حالاتو جاج واخیستۀ.

-----------

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې د چين د خارجه وزارت د وياند د وينا په حوالې سره وليکل: چين يو ځل بيا د ايران په خلاف د امريکې د يو اړخيزو بنديزونو په ختمولو تاکيد وکړ.

جائو لي جيان پرون په بيجنګ کښې د خبريالانو په ټول کښې د برجام په موضوع کښې په ايران له هرډول دباو او بنديز سره د مخالفت په څرګندولو سره وويل، مذاکرات او خبرې اترې د ايران د ايټمي مسئلې يوازېنۍ لاره ده.

د چين د خارجه وزارت وياند د ايران په خلاف د ماشې د مېکانېزم د فعالولو لپاره د امنيت په شورا د امريکې د دباو په ردعمل کښې زياته کړه، هم هغه ډول چې وانګ يي هم يادونه وکړه، امريکه له برجام څخه په وتلو سره د ماشې د مېکانېزم د فعالولو لپاره د امنيت له شورا څخه د غوښتنې حق نه لري.

-------

اوس هم د پاکستان چاپ ځينو ورځپاڼو ته کتنه کوو  چې په سر کښې جنګ ورځپاڼې ته لاس کوو.

ورځپاڼې په خپله نننۍ  ګڼه کښې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان له قوله وليکل: پاکستان ته د مخکښيني وزيراعظم نواز شريف راستنولو لپاره به ټولې وسيلې استعمال کړوو، هغه زياته کړه، احتساب عدالتونو ته مطلوب کسان حاضرول د حکومت ذمه واري ده، هغه زياته کړه د حکومت د بلېک مېل کولو اجازه به هيڅکله ورنه کړې شي.

د ورځپاڼې له مخې له بلې خوا مسلم ليګ نواز څانګې بیا د عمران خان په حکومت تور ولګوۀ چې په خپلو وعدو عمل نه کوي او په تېرو دوو کلونو کښې يې د نواز شريف له حکومت نه زيات پورنه اخېستي دي.

ورځپاڼې د امريکې د خارجه وزير مائک پومپئو له قوله وليکل؛ په سيمه کښې د اسرائيلو د برترۍ لپاره به له هيڅ کوششه ډډه ونه کړې شي، هغه زياته کړه نورو ملکونو ته هم پکار دي چې د اسرائيلو د تسليمولو لپاره د اماراتو تقليد وکړي. هغه دا خبرې  اسرائيلو ته په خپل سفر او د صهيونېسټ رژيم له وزیراعظم بنيامين نتنياهو سره له کتنې او خبرو اترو وروسته په ګډ اخباري کانفرنس کښې وکړې، هغه به د اسرائيلو له سفر نه وروسته، سوډان، بحرين او اماراتو ته هم سفر کوي.

--------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې د عراقي سرچينو له قوله وليکل، امريکې د بغداد التاجي فوځي اډه خالي کړه، او له دغه دغې اډې څخه اوۀ زره پينځه سوه د امريکې او د هغې د انډيوالانو ځواکونه ووتل.

د ورځپاڼې د يو خبر له مخې د پاکستان د فوځ عمومي قوماندان جنرل قمر جاويد باجوه له شمالي وزيرستان څخه کتنه وکړه، هغه په دغه سيمه کښې د ترهه ګرۍ په خلاف د پاکستاني ځواکونو د کوششونو ستائنه وکړه.

ورځپاڼې د امريکائي سرچينو له قوله وليکل، په امريکه کښې د روانې هفتې په دوران کښې د  دوو ستر طوفانونو راتلو اټکل شوےدے.

----

اوس به هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته يوه کتنه وکړوو په سر کښې هم دنيا ورځپاڼه رااخلو

دنیا ورځپاڼې په افغانستان کې د یو شمېر هېوادونو نیابتي جګړې ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې ده.

وړاندې د سولې روانې پروسې ته اشاره شوې لیکل شوي چې یو شمېر هېوادونه غواړي چې له دغې پروسې سره لوبه وکړي او خپلې شخصي ګټې ترې واخلي.

 

سرمقاله لیکونکي د پاکستاني چارواکو هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې په هند يې تور پورې کړی چې ګنې هند د افغانستان د سولې پروسې په وړاندې خنډونه جوړوي.

سرمقاله کې دا پوښتنه مطرح شوې چې د سولې په تاوده بازار کې پر یو او بل د تورونو لګول څه معنی لري؟

ورخپاڼه وړاندې لیکي، دا انګېرنه هم مطرح شوې چې هند او پاکستان یو د بل د تورنولو هڅه کوي چې د سولې په پروسه کې باج‌ګیري وکړي او خپلو موخو ته ځانونه ورسوي.

----------

هېواد دولتي ورځپاڼې پاکستان ته د طالب پلاوي په سفر لیکنه کړې او ویلي، په داسې حال كې چې پاكستان د طالب ډلې د قطر دفتر مشر ملا برادر په شمول پر ګڼو طالب مشرانو او حقاني شبكه بنديزونه لګولي، خو بيا هم ملا برادر د خپل پلاوي په مشرۍ پاكستان ته غوښتل شوى.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا سفر به هرو مرو د پاكستان د پوځ او څارګرې ادارې له‌خوا پلان شوى او په خبره‌یې د طالب شتمنىو کنګل کېدو او د دې ډلې د مشرانو پر سفر د بندىز اوازه، هسې د پاكستان لوبه ده.

---------

 

سیر ورځپاڼې بیا د ځانګړو امنیتي ځواکونو له لوري په پنجشېر کې د کرام‌الدین کریم د نیولو په تړاو عملیاتو ته اشاره کړې لیکلي چې د ځمکې او هوا له لارې ځانګړو ځواکونو پر جنسي ځورونو د تورن کرام‌الدین کریم د نیونې هڅه وکړه، خو د سیمې د خلکو له مقاومت سره مخ شول او ان دا هم ویل شوي چې خلکو ځانګړي ځواکونه بې‌وسلې کړي دي، هغه څه چې چارواکو تر اوسه نه‌دي تأیید کړي.

ورځپاڼې وړاندې د افغان ځواکونو دغه عملیات ناکام بللي او دا ادعا هم شوې چې حکومت نه‌شي کولای چې په ټولو مجرمینو او تورنو قانون یو شان پلی کړي او له همدې امله ځیني واړه مجرمین په بند کې دي، خو لوی لا هم ازاد ګرځي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، که خبره د خلکو له‌خوا د مقاومت او مزاحمت وي، بیا هم د توجیه وړ نه‌ده، ځکه په وینا یې چې عملیات باید داسې پلان او پټ وساتل شي، څو دا ډول ستونزې رامنځته نه‌شي.

----------