ورځپاڼو ته کتنه ۱۰-۶-۹۹
(last modified Mon, 31 Aug 2020 10:03:57 GMT )
Aug 31, 2020 14:33 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۰-۶-۹۹

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

نن د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په شتون سره د حسينی شام غريبان يا درون ماښام د نمانځنې خبرونه ورکړي دي نو په سر کښې هم اسلامي جمهوري ورځپاڼه راخلو چې ليکلي يې دي: د شهیدانو او سالار حضرت اباعبدالله الحسین علیه السلام او د هغوي د وفادارو ملګرو د (شام غریبان) د ویر او عزادارۍ مراسم د تهران په امام خمیني نومې امامباړه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په شتون سره ترسره شول.

په دغو دستورو کښې حجت الاسلام والمسلمین عالي په خپله وینا کښې د شیطان او د هغه د تابع بهیرونو یو پروګرام د مومنانو د اجتماع ختمول او له یو بل سره د هغوي د ایماني اړیکې غوڅول وبلل او ویې ویل: په اسلامي ټولنه کښې چې د مرستې، سرشیندنې، یوزړه توب او خواخوږۍ، د مسئولیت د احساس او په یو بل باندې د رحم په شان ښه صفتونه چې څومره زیات شي هغه ټولنه هومره له ځان ځاني او یوازې توب ته له ګروهنې وځي او پرې د یو ډله ایز مؤمنانه روح په غالبیدو سره به د ټولنیز ولایت ترلاسه کولو یعنې د ظهور دوران ته تیاره شي.

په دغو مراسمو کښې هم داشان حجت الاسلام سید بهاءالدین ضیايي د امام حسین علیه السلام ماتم وکړ.

شام غریبان د امام حسین علیه السلام د کورنۍ او د کربلا له پیښې د پاتې کونډو، یتیمانو او اسیرانو د بې کسۍ یادونکېدی چې د عاشورا په ماښام یې یزیدیانو خیمې وسوځولې او د کربلا په دښته کښې د شپې په تیاره کښې بې پناه پاتې شول.

----------

کېهان ورځپاڼې بيا ولیکل: ايران ولسمشر په ایران کښې د کرونا واکسن د جوړولو او آزمایلو حکم وکړ

ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د کرونا وایرس واکسن ته د ځینو هیوادونو د لاسرسۍ په هکله خبرونو ته په اشارې سره حکم وکړ چې په ایران کښې دې په دې لړ کښې زرترزره اغیزناک اقدامات وشي.

ولسمشر حسن روحاني د ایراند روغتیا له وزير سعيد نمکي او هم داشان د کورنیو چارو له وزیر عبدالرضا رحماني فضلي سره په خبرواترو کښې، د محرم په دې تیرو شپو ورځو په تیره بیا د تاسوعا او عاشورا په شپو د حضرت امام حسین علیه السلام د عزادارانو او د امامباړو او مذهبي مرکزونو د متولیانو له خوا په ښه توګه د طبي پروټوکولونو د خیال ساتنې قدرونه وکړه.

ورځپاڼې همدارنګ د ايران د خارجه وزير له قوله وليکل: د نړۍ د پتیالانو په زړونو کښې د عاشورا لمبې هیڅکله نه دي مړې شوې،

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د محرم د میاشتې او د حضرت امام حسین علیه السلام د عزادارۍ په مناسبت په عربۍ او انګریزۍ ژبو په جلاجلا پیغامونو کښې وویل: عاشورا هغه تاریخي درس دی چې شعله یې د نړۍ د مسلمانانو او پتیالانو په زړونو کښې هیڅ کله نه ده غلې شوې.

محمد جواد ظریف پرون په خپل يو ټوئيټ کښې په عربۍ ژبه ولیکل: پیړۍ وشوې چې انسانیت هر کال د حسین بن علي علیهم السلام د شهادت کلیزه له تیر کال نه په لازیاتې ولولې سره لمانځي.

--------

همدارنګ اطلاعات ورځپاڼې په خپل يوخبر کښې وليکل: د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هوا چونیینګ د امریکې د خلثو اعتراضونو ته د واشنګټن د حکومت د پام په ضرورت تاکيد وکړ .

هغې پرون په امریکا کښې د توکمپالنې پرضد د اعتراضونو ځپلو او د یوه اعتراض کونکي وژل کیدو ته په غبرګون کښې وویل ښه خبره دا ده چې واشنګټن د خلقو اعتراضونو ته غوږ واچوي او زیات وخت د هغوې د ژوند د ښه کولو لپاره ولګوي .

-------

اوس د پاکستان ځینې ورځپاڼې راخلوچې په سر کښې د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼې ته لاس کوو، دغې ورځپانې د دغه هېواد د وزيراعظم له قوله وليکل:د امام حسين (ع) شهادت د حق فتح او د ايثار او قربانۍ استعاره ده. عمران خان د عاشورا د ورځې په مناسبت سره په خپل يو پېغام کښې وويل: کشميريانو هم په حق باندې په ټينګ اودرېدو سره حسيني لاره اختيار کړې ده او ان شاء الله چې کاميابي به بيا مومي، ورځپاڼې همدارنګ د پاکستان د ولسمشر له قوله هم وليکل چې دامام حسين (ع) د سيرت او کردار په خپلولو سره د حق د سربلندۍ او د عدل او انصاف د ودې او د ملک د ترقۍ او خوشحالۍ لپاره کردار ادا کول پکار  دے.

--------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بيا د خېبر پښتونخوا صوبې د وزيراعلی محمود خان له قوله وليکل: د کربلا واقعه د ظلم په خلاف د ټينګ اودرېدنې درس ورکوي، امام حسين (ع) د حق بېرغوال دے او د ظالم يزيدي نظام په خلاف د ټينګ اودرېدنې درس يې ورکړ.

ورځپاڼې همدارنګ د بهرنيو رسنیو په حوالې سره وليکل، په سوئيډن کښې د قرآن مجيد د سوزولو او سپکاوي په خلاف مسلمانانو په مظاهرو لاس پورې کړ، په دغو مظاهرو کښې د امنيتي ځواکونو او مظاهرينو ترمېنځ نښتې هم رامنځته شوې، او  يو شمېر کسان هم ونيول شول.

ورځپانې د پاکستان قومي وطن ګوند د مشر افتاب شېرپاو له قوله وليکل: د بين الافغاني خبرو اترو په جوړېدو سره د امن د ټينګېدو لپاره لار برابره شي، هغه له افغان پلاوي سره په خبرو اترو کښې زياته کړه افغانستان له تېرو څلورو لسيزو راهسې  له جنګونو او بحرانونو سره مخامخ دے چې د امن لپاره د سختو کوششونو ضرورت دے.

هغه واضحه کړه چې پاکستان استحام د افغانستان له امن سره تړاو لري.

----------

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې  کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې تر ډېره د یو شمېر سیاسیونو له لوري د ملي مصالحې عالي شورا د غړیتوب د ردېدلو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي "د سولې پروسې باید سیاسي نه‌شي" په عنوان خپله سرلیکنه خپره کړې او لیکي، پرون د افغانستان مخکېني ولسمشر حامد کرزي د ملي روغې جوړې شورا غړیتوب رد کړ. تر خوا یې د ګلبدین حکمتیار او صلاح‌الدین رباني له‌خوا هم ورته دریځونه څرګند شوي دي.

د ورځپاڼې له قوله، له دې داسې ښکاري چې په افغانستان کې د سولې بهیر ډېر پېچلی، اوږد او له ستونزو ډک دی.

د سرمقالې لیکوال لیکي خو له دې ټولو ورهاخوا اساسي خبره دا ده چې افغانان سوله غواړي، دوی جګړې ستړي کړي، دوه نسله‌یې زاړه کړل او هره ورځ ترې قرباني اخلي.

 

په سرمقاله کې زیاته شوې، دا روښانه ده چې نه حکومت او نه هم ګوندونه کولای شي په یوازې ځان سوله راولي، له همدې کبله باید د سولې دا طلايي فرصت له لاسه ونه‌وځي.

ورځپاڼې ګلبدین حکمتیار او صلاح‌الدین رباني ته په اشارې لیکلي، افغانان هېڅکله د ۷۰مې لسیزې کورنۍ جګړې چې د همدې ګوندونو له‌خوا پر خلکو تحمیل شوې، له یاده نه‌باسي او نه هم دوی کولای شي چې د خلکو له ذهنیت‌یې لیرې کړي.

ورځپاڼه په اخر کې وړاندیز کوي چې ښه ده د سولې لپاره د یوې ملي اړتیا په توګه کار وشي او دا پروسه باید د سیاسي او شخصي ګټو قرباني نه‌شي.

---------

ملي ارمان ورځپاڼې هم همدا مسئله راخیستې او لیکلي دي "د سولې پروسه قصداً سبوتاژ کېږي."

د سرمقالې لیکوال لیکلي د یو شمېر سیاسیونو له لوري د روغې جوړې په عالي شورا کې د غړیتوب له ردېدلو ښکاري چې لا هم په کور دننه د سولې په موضوع کې اجماع نه‌ده موجوده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي په دې حساس پړاو کې باید هڅه وشي چې د سولې ملي اجماع رامنځته شي ځکه د سرمقالې د لیکوال په باور که داسې ونه‌شي د بین‌الافغاني خبرو په وړاندې یو وار بیا د خنډونو د جوړېدو امکان زیات دی.

ورځپاڼه لیکي او په دې صورت کې به بیا ولس ته زیان رسېږي.

انیس دولتي ورځپاڼې بیا پر خلکو غږ کړی چې "د افغانستان له سېلاب‌ځپلو سره مرسته وکړي."

د دې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي دي چې تېره اوونۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو سخت مالي او ځاني زیانونه واړول او خلک‌يې د ویر په ټغر کېنول.

د سرمقالې لیکوال غوښتنه کړې چې د اسلامي او افغاني ورورولۍ له مخې باید ټول افغانان خپلو اړمنو خلکو ته په دې سخت وخت کې لاس ورکړي او مرستې ترې ونه‌سپموي.

-----------