ډونالډ ټرمپ د امریکا له خلکو سره خیانت کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92826-ډونالډ_ټرمپ_د_امریکا_له_خلکو_سره_خیانت_کړی_دی
زمونږ خبریال وايي د کورونا ویروس د خطر او ګواښ په کوچني بللو د امریکا د ولسمشر ټرمپ اعتراف د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن له سخت غبرګون سره مخ شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2020 06:11 Asia/Kabul
  • ډونالډ ټرمپ د امریکا له خلکو سره خیانت کړی دی

زمونږ خبریال وايي د کورونا ویروس د خطر او ګواښ په کوچني بللو د امریکا د ولسمشر ټرمپ اعتراف د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن له سخت غبرګون سره مخ شو .

د امریکا د روان میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن د کورونا ویروس د خطر د اندازې په هکله د ولسمشر ټرمپ د حقیقت پټولو ته په غبرګون کښې وویل ټرمپ د خپلې دندې په نه ترسره کولو سره د امریکا له خلکو سره خیانت کړی دی .

هغه وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ په قصدي او خبر ډول د کورونا ویروس د وژلې او د خطرناک کیدا د اندازې په هکله خلکو ته دروغ ویلي دي .

امریکا په کورونا ویروس د ککړو او د وژل شویو کسانو له پلوه په ټوله دنیا کښې په لومړي لمبر کښې ده .

د امریکا حکومت په تیره بیا ولسمشر ټرمپ په هیواد کښې د کورونا ویروس د  خپریدا په وړاندې د بې مسولیتۍ په دلیل له سختې نیوکې سره مخامخ دي .