کورونا ویروس د نړۍ نهه لکه کسان ووژل
رویټرز خبري اژانس وايي کورونا ویروس په ټوله دنیا کښې تراوسه نهه لکه (۹۰۰۰۰۰) کسان وژلي او په دغه ناروغۍ د ککړو کسانو شمیر هم اوویشت (۲۷) اعشاریه اوه (۷) میلیونو ته رسیدلی دی .
امریکا په ټوله نړۍ کښې د کورونا ویروس تر ټولو زیات ناروغان لري چې شمیر یې څه د پاسه شپږ اعشاریه درې (۳) میلیونو ته رسیدلی .
کورونا ویروس د امریکا څه د پاسه یولک نوي زره (۱۹۰۰۰۰) کسان وژلي هم دي .
دغه راز برازیل هیواد په دوهم (۲) لمبر کښې راځي او هلته کورونا ویروس تراوسه یولک اوویشت زره (۱۲۷۰۰۰)کسان وژلي او په هندوستان کښې هم د کورونا له کبله تراوسه څلور اویا زره (۷۴۰۰۰) کسان مړه شوي دي .
د هندوستان څلور اعشاریه درې میلیونه خلک په کورونا ناروغۍ ککړ دي .
په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په هندوستان کښې د کورونا ویروس له کبله یوزر او یوسل پینځلس (۱۱۱۵) کسان وژل شوي دي .
د تیرو دوو(۲) اونیو د شمیرنو پراساس هره ورځ په ټوله دنیا کښې د کورونا ویروس له کبله پینځه زره شپږ سوه (۵۶۰۰) کسان وژل کیږي .
دغه راز د فرانسې د روغتیا وزارت هم پرون د کورونا ویروس د اته زره پینځه سوه اوه اویا(۸۵۷۷) نورو کسانو د ککړیدا خبر ورکړ .
دغه راز په پرتګال هیواد کښې هم پرون په کورونا ویروس د شپږ سوه شپږ څلویښتو (۶۴۶) نورو کسانو د ککړیدا خبر ورکړ .