د ایران پرضد د امریکا هڅه بې اعتباره ده
Sep 11, 2020 01:28 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت بیګا په یوې (۱) بیانیې کښې د ایران پرضد د ملګروملتونو د بایکاټونو د بیرته راګرځولو لپاره د امریکا هڅه بې اعتباره وبلله .
د فرانسې د باندنیو چارو وزارت په دغه بیانیې کښې د ایران پرضد د بندیزونو د بیرته پیلولو لپاره د امریکا د هڅې په بې اعتباره کیدا باندې د ټینګار په ترڅ کښې د اټومي تړون په ساتلو کښې د اروپا د ګډ کړچار غوښتنه وکړه .
ټیګونه