امریکا د نړیوال نظام ویجاړونکي ده
د چین خارجه وزیر زیاته کړې ، دشانګهائي ملګرتیا موسیسه باید دامریکا له یو اړخیز پالنې سره کوټلي مقابله وکړي .
شین هوا خبری آژانس راپور ورکړی ، د چین خارجه وزیر وانګ یی بیګاپه ماسکو کې د شانګهائي ملګرتیا موسیسې په غونډې وئيلي دي امریکا په یواړخیز پالنې باندې په عمل سره ، په کرتو له نړیوالو تړونونو او اورګانونو وتلې ده او دنړیوالو ژمنتیاؤ ئې خلاف ورزي کړې ده .
د چین خارجه وزیر زیاته کړې ، دشانګهائي ملګرتیا موسیسه باید دامریکا له یو اړخیز پالنې سره کوټلي مقابله وکړي .
وانګ یی دغه راز وئيلي دي،د ملګروملتو بیلابیل غړي موافقې ته رسیدلی چې ملګرو ملتو او نړیوال نظم په چورلیز توب اوهمداراز ئې نړیوال بیخ بینائي سسټم وساتل شی،خو امریکا ددغې موافقې خلاف عمل کوي .
د شانګهائي ملګرتیا موسیسه د هغو حکومتونو ترمینځ یو اورګان دی و چې د څو اړخیزو سیاسی ،اقتصادي او امنیتی ملګرتیاؤ لپاره جوړه شوې ده .
چین ،روسیه ، قزاقستان ،تاجیکستان ،ازبکستان ، پاکستان او هندوستان د شانګهائي ملګرتیا موسیسې اصلي غړي او ایران ،منګولیا ، افغانستان او سپينه روسیه ئې څارونکي غړي دي .