د واشنګټن ورانکار اقدامات نړیوال ثبات کمزوري کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92858-د_واشنګټن_ورانکار_اقدامات_نړیوال_ثبات_کمزوري_کوي
امریکا د ملګروملتو د پریکړه لیک په خلاف ورزۍ سره له دغې نړیوالې ایټمي موافقې وتلې او پر اخلاقي ،سیاسی او ډيپلوماټيکو اصولو ئې سترګې پټې کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2020 11:44 Asia/Kabul
  • د واشنګټن ورانکار اقدامات نړیوال ثبات کمزوري کوي

امریکا د ملګروملتو د پریکړه لیک په خلاف ورزۍ سره له دغې نړیوالې ایټمي موافقې وتلې او پر اخلاقي ،سیاسی او ډيپلوماټيکو اصولو ئې سترګې پټې کړي دي .

 زمونږخبریال راپور راکړ د روسیې خارجه وزیرسرګئ لاؤروف په ماسکو کې  دچین له خارجه وزیریانګ یی سره نن په ګډ خبری کنفرانس کې د امریکا ورانکارو او ترینګلو او تاؤتریخجنو اقداماتو ته په اشارې سره  وئیلي دي،د واشنګټن  ویجاړونکي اقدامات  درست نړیوال ثبات او  کراری له مینّځه وړي .

 د روسیې خارجه وزیر د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د نابودولو لپاره د امریکا هلوځلو ته په اشارې سره هم وئيلي دي،دروسیېاو چین پشمول د امنیت شورا زیاترهغړي د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د کمزوري کولو او له مینځه وړلو لپاره د امریکا له هلو ځلو سره مخالف دي .

 لاؤروف وئيلی دي،امریکا د ملګروملتو د پریکړه لیک په خلاف ورزۍ سره له دغې نړیوالې ایټمي موافقې وتلې او پراخلاقي ،سیاسی او ډيپلوماټيکو اصولو ئې سترګې پټې کړي دي .