د ایران پرضد د امریکا د بایکاټ سیاست ناکامه دی
Sep 14, 2020 06:39 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د اټلانټیک شورا د فکر کوټې غړي باربارا سلاوین (Barbara Slavin)له اټومي تړون د امریکا د وتلو په یادونې سره ټینګار وکړ واشنګټن د ماشه د مکانیزم د فعالولو هیڅ حق نلري .
هغې د ایران د وسله والو بندیزونو د تمدیدولو لپاره د امریکا د حکومتي چارواکو هڅې ته په اشارې سره وویل د واشنګټن د زیات دباو سیاست اپوټه نتیجه ورکړي ده او نه دی توانیدلی د ایران پرضد د امریکا د حکومت د خوښې وړ هدفونه پوره کړي .
د اټلانټیک شورا د فکر کوټې غړي میرمن باربارا سلاوین وویل د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا د تش په نامه هڅو د واشنګټن له بې ساري او پرله پسې څنګ ته کیدا او د سرزوري ولسمشر ټرمپ او د هغه د خارجه وزیر مایک پمپئو لپاره هیڅ بریا نه ده لرلي .
ټیګونه