روسیې پوځي مانورې ته نور هیوادونه وربللي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92919-روسیې_پوځي_مانورې_ته_نور_هیوادونه_وربللي
اینترفکس خبري اژانس وايي د روسیې دفاع وزارت شپږو (۶) هیوادونو ته په قفقاز ۲۰۲۰ ستراتیژیکې پوځي مانورو کښې د ګډون بلنه ورکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 14, 2020 07:49 Asia/Kabul
  • روسیې پوځي مانورې ته نور هیوادونه وربللي

اینترفکس خبري اژانس وايي د روسیې دفاع وزارت شپږو (۶) هیوادونو ته په قفقاز ۲۰۲۰ ستراتیژیکې پوځي مانورو کښې د ګډون بلنه ورکړه .

د روسیې دفاع وزارت وویل چې ارمنستان ، بیلاروس ، چین ، میانمار ، پاکستان او ایران ته د قفقاز ۲۰۲۰ په نوم پوځي مانورې کښې د ګډون بلنه ورکړل شوي ده .

د روسیې د قفقاز ۲۰۲۰ په نوم  ستراتیژیکه پوځي مانوره به د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې له یویشتمې (۲۱) تر شپږویشتمې (۲۶) نیټې پورې ترسره شي .

د روسیې په مشرۍ د قفقاز ۲۰۲۰ په نوم پوځي مانورې کښې به کابو اتیا زره (۸۰۰۰۰)  کسان  ګډون وکړي .

په پوځي زمینه کښې له پاکې انرژۍ د استفادې څرنګوالی د دغه پوځي مانورې د ترسره کیدا یو(۱) هدف اعلان شوی دی .

د دغه پوځي مانورې په بهیر کښې به د روسیې به جنوب لویدیځو سیمو کښې پوځي امنیت تضمیندا ته په اړونده مسائیلو غور وشي .