انګلستان ، فرانسې او جرمني د امریکا اقدام رد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93025-انګلستان_فرانسې_او_جرمني_د_امریکا_اقدام_رد_کړ
فارس خبري اژانس وايي بریتانیا ، جرمني او فرانسې یوځل بیا د ایران پرضد د ملګروملتونو د بندیزونو د بیرته ستنولو لپاره د امریکا هڅه رد کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 19, 2020 01:01 Asia/Kabul
  • انګلستان ، فرانسې او جرمني د امریکا اقدام رد کړ

فارس خبري اژانس وايي بریتانیا ، جرمني او فرانسې یوځل بیا د ایران پرضد د ملګروملتونو د بندیزونو د بیرته ستنولو لپاره د امریکا هڅه رد کړه .

دغو دریو (۳) اروپايي هیوادونو پرون د ملګروملتونو امنیت شورا ته په یوه(۱) لیک کښې په دې خبرې ټینګار سره چې د سپتمبر د  میاشتې له شلمې (۲۰) نیټې وروسته به هماغه راز د ایران پرضد د بایکاټونو ځنډیدل دوام ولري وویل د تهران پرضد د بایکاټونو د بیرته ستنولو لپاره هرډول فیصله یا اقدام قانوني روا والی نلري .

بریتانیا ، جرمني او فرانسې په دغه لیک کښې ټینګار وکړ چې د ایران اټومي موافقې ته به پاې بند وي .