د امریکا ځینو استازیو د ایران پرضد هڅه پیل کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93026-د_امریکا_ځینو_استازیو_د_ایران_پرضد_هڅه_پیل_کړي_ده
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د ریپبلیکن ګوند ځینو غړیو خارجه وزیر مایک پمپئو ته په یوه(۱) لیک کښې له هغو هیوادونو سره چې د ایران د وسلو د بایکاټونو له تمدیدا سره مخالفت کوي د واشنګټن د مرستو د غوڅولو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 19, 2020 01:21 Asia/Kabul
  • د امریکا ځینو استازیو د ایران پرضد هڅه پیل کړي ده

فارس خبري اژانس وايي د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د ریپبلیکن ګوند ځینو غړیو خارجه وزیر مایک پمپئو ته په یوه(۱) لیک کښې له هغو هیوادونو سره چې د ایران د وسلو د بایکاټونو له تمدیدا سره مخالفت کوي د واشنګټن د مرستو د غوڅولو غوښتنه وکړه .

د امریکا د کانګرس د ریپبلیکن ګوند یوشمیر استازیو پرون خارجه وزیر مایک پمپئو ته د لیک په استولو سره د ایران پرضد د وسلو د بایکاټونو د تمدیدا لپاره د واشنګټن د هڅو پرضد خنډولو جوړولو کښې د ځينو هیوادونو اقدام وغاند او له دغو هیوادونو سره یې د چلند غوښتنه وکړه .

د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو هم په تیرې پنجشنبې ورځ د ایران پرضد د ملګروملتونو د بایکاټونو د بیرته ستنیدا د چټي ادعا په تکرارولو سره په نورو هیوادونو غږ وکړ چې د واشنګټن د ایران ضده سیاستونو ملاتړي وکړي .

د ملګروملتونو مشر انټونو ګوټریش هم د ایران پرضد د بایکاټونو د بیرته ستنولو لپاره د امریکا ادعا ته په غبرګون کښې ټینګار کړی د اټومي موافقې په هکله د امنیت شورا د نظر پراساس عمل کوي .

د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک پراساس د ایران پرضد وسله وال بایکاټونه د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اتلسمه (۱۸) نیټه پاې ته رسیږي .