ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93078-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 21, 2020 16:46 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

د تهران ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په وړومبي مخ یې په ایران کښې د مقدسې دفاع د اونۍ د پیلیدو په مناسبت د جنګي محاذ د یو انځور په خپرولو سره مبارکي ویلې ده.

خو وړومبې خبر یې د ولسمشر حسن روحاني څرګندونو ته بیل کړې او د دوي له خولې یې په غټو ټکیو لیکلې دي: که امریکا بدماشي وکړي نو له پریکنده ځواب سره به مخامخ شي.

د خبر په تفصیل کښې لولو:  د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د دې په بيانولو سره چې په سياسي او حقوقي برخه کښې د امريکې له زيات نه زيات دباو د واشنګټن په زيات نه زيات ګوښه کېدو بدل شوے دے وويل: که امريکه وغواړي بدمعاشي وکړي نو له پرېکنده ځواب سره به مخامخ شي.

ولسمشر حسن روحاني پرون مازيګر د کابينې په غونډه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې تهران د امريکې بدماشي نه ده منلې او نه به یې ومني واضحه کړه په ايران باندې د امنيت شورا د بنديزونو په تپلو کښې د امريکې د کوششونو په پرېکنده ماتې سره د ستمبر شلمه نیټه د اسلامي جمهوريت د ډېپلوماسۍ په تاريخ کښې په يادګار پاتې کیدونکې ورځ ده.

د ايران ولسمشر يادونه وکړه چې د امنيت شورا د غړيو په تقريباً اتفاق سره د پرېکنده اکثريت لخوا د امریکې د غیرحقوقي او ناسمې غوښتنې په ردولو سره نور له دې وروسته به د امريکې خبره کول بې له ياغي ګرۍ هیڅ معنا ونه لري.

*/*/*/*/*/*/

هم دغې روځپاڼې د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف خبرو ته هم انعکاس ورکړې چې وايي: د اروپایانو وسلو ته هیڅ ضرورت نه لرو.

د خبر په ځینو برخو کښې د ښاغلي ظریف له قوله راغلي دي: امریکایان په خپله هم پوهیږي چې ادعا یې باطله ده او هڅه کوي چې د خپلو اهدافو د پرمخ بیولو لپاره د بدماشۍ طریقه وکاروي.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې ښودنه کوي چې هغه ایټمي موافقه نه ده لوستې او یوازې مرکزې یې لوستې دي. د ۱۹۲۹ پریکړه لیک د اجرا کولو په هکله د امریکې دړکې زیاتره یو ډول سیاسي پوز دی.

که امریکایان د ایراني کشتیو تالاشي اخیستل وغواړي نو زمونږ له نظره دا کار یو ډول سمندري غلا ده ځکه چې د نړیوالې ټولنې په اند، ۱۹۲۹ پریکړه لیک له سره شته نه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان ویلي چې امریکې به خپلو اقداماتو سره د ایراایران خلکو او د هیواد اقتصاد ته سلګونه میلیارډ ډالر تاوان رسولې دی. هغوي زمونږ ستر سردار ووژه. که خپل دغه کارونه جبیره کولې شي نو را دې شي.

روسيې او چین امنیمت شورا ته په یو لیک کښې ویلي چې تهران هم هغه شان له بندیزونو معاف دی.

*/*/*/*/

کیهان

اوس به راشو د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې ته، دې ورځپاڼې د خپلو بهرنیو خبرونو په سر کښې په غټو ټکیو لیکلي دي: د عماد مغنیه د ټرور عامل وپیژندل شو، هغه د موساد جګ پوړې چارواکې (نوعم ایزر) دی چې په سایبري برخه کښې فعالیت کوي.

د کیهان ځینو نورو بهرنیو خبرونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو چې په دا ډول دي:

د افغانستان د پوځ جنګي الوتکو په شمالي ولایت قندوز کښې د طالبانو په سنګرونو باندې به حملې سره ۳۰ طالب وسله وال وژلي دي.

د عفوې او بخښنې نړیوال سازمان د مصر له حکومته د هغو څلورو سوو مصري فعالانو د آزادولو غوښتنه وکړه چې تیر میلادي کال په اعتراضاتو کښې د ګډون لپاره د خلکو د رابللو په وجه نیول شوي وو.

 

په دې هکله د ډونلډ ټرمپ د تازه څرګندونو سره هممهاله چې په سوریط کښې د امریايي پوځیانو شتون د تیلو په خاطر دی، دیرشو امریکايي ټانکرونو د سوریې د شمال ختیځ له کوهیانو څخه تیل غلا کړي او د عراق په خاوره کښې امریکايي اډو ته یې ورسول.

له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د څرګندولو بهیر ته د کویت د داخلولو لباره د امریکې له دباؤنو وروسته د کویت ۱۱ سیاسي بهیرونو د یوې بیانیې په صادرولو سره له دغه کار سره خپل سخت مخالفت اعلان کړ. په متحده عرب اماراتو کښې هم ورته کار شوی دی او له عربستانه هم خبر رارسیدلې چ د دې موضوع په سر حتی د سعودي کورنۍ ترمینځ هم اختلافات زیات شوي دي.

کیهان هم داشان د یاهو نیوز نظرپوښتنې ته اشاره کړې چې له مخې یې ۷۸ فیصده امریکایان باوري دي چې په دغه هیواد کښې انتخابات نه عادلانه دي او نه آزاد.

او د کرونا په دې روانو حالاتو کښې د عراق د روغتیا وزیر ویلي دي: د کرونا وایرس د خپریدو خطر او حالاتو ته په پام سره د اربعین یعنې د امام حسین علیه السلام د شهادت د څلویښتۍ د کلیزې د مراسمو لپاره د هیڅ کوم هیواد زائر ته، عراق ته د ورتګ اجازه نه ورکوله کیږي.

*/*/*/*/*/

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په قطر کې د سولې بین‌الافغاني خبرو د ځنډېدو په عواملو او د خلکو په اندېښنو لیکنې او تبصرې کړې دي.

مسیر

مسیر ورځپاڼې د سولې په خبرو اترو کې د ځنډ موضوع را اخیستې لیکلي چې د بین‌الافغاني خبرو لپاره پر اصولو او کړنلاره بحث دوهمې اوونۍ ته غځیدلی او لا هم اختلافي مسایل نه‌دي حل شوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، داسې ښکاري چې پر اصولو او کړنلاره بحث به ډېر وخت ونیسي او بیا به ورپسې پر اجنډا هم بحث لانجمن او اختلافي وي او دواړه اړخونه به ژر پایلې ته ونه‌رسېږي.

ورځپاڼې د خبرو د ځنډېدو لامل د ذهنیتونو او دریځونو ستونزه بللې او لیکي چې طالبان لا هم سولې ته د فتحې په سترګه ګوري او فکر کوي چې د امریکا له ماتې وروسته دوی حکومت هم په سوله‌ییزو خبرو ماتوي او خپلو ټولو یا لویې برخه موخو ته رسېږي او له همدې امله طالبان قربانۍ او یا له خپلو خبرو څخه تېرېدنې ته لږ او یا هم بېخي نه‌حاضرېږي.

ورځپاڼې اندېښنه ښودلې چې په دې ذهنیت چې دواړه اړخونه‌یې لري، سوله ناشونې کېږي چې یا خو به یو لوری یو مخ له خپل دریځ څخه تېرېږي او یا به هم دواړه لوري څو ګامه مخ ته راځي او له ځینو مسایلو به تېرېږي، څو د خبرو پیل ته لاره هواره شي او بیا بریالۍ شي.

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا انتقاد کړی چې د سولې د خبرو د ځنډېدو لاملونه او په دې اړه شوي پرمختګونه په دقیق ډول له خلکو سره نه شریک کېږي.

په سرمقاله کې ټينګار شوی چې په دوحه کې د سولې د خبرو اترو پرېکړې باید د افغانستان د ملي ارزښتونو پر بنسټ وي.

ورځپاڼې د خلکو، مدني فعالانو او سیاسیونو هغه اندېښنې را اخیستي چې ویلي د دغې پروسې معلومات پټ ساتل کېږي. وړاندې راغلي چې افغانان په ناوړه وضعیت کې د رایو صندوقونو ته ولاړل او قرباني یې ورکړې چې په وینا یې اوس باید د دوی د قربانیو او سرښندنو قدر وشي او تېرې لاسته راوړنې خوندي شي.

لیکوال لیکلي چې د سولې په خبرو اترو کې هر ډول بدلون چې راځي افغانان باید په جریان کې اوسي او خلکو ته دقیق معلومات ورکړل شي.

هیواد

هیواد دولتي ورځپاڼې د سولې خبرو سره هم‌مهاله د جګړې زیاتېدو ته اشاره کړې لیکلي چې د سولې لپاره له هڅو سره جوخته جګړه د منلو نه‌ده.

ورځپاڼې دا حالت د اندېښنې وړ بللی چې په قطر کې د سولې خبرې روانې دي او له بلې خوا له بېلابېلو ولايتونو د لسګونه ملکيانو او ځينو دولتي چارواکو د وژل کیدو او ټپي کېدو راپورونه ورکول کېږي.

ورځپاڼې ادعا کړې چې طالبان په خپل واک نه‌دي چې يا سوله وکړي او يا هم اوربند، بلکې هغوی د ځینو بهرنیو لورو تر فشارونو لاندې دي، هر يوه ځانګړې اجنډا ورکړې چې پر بنسټ‌يې له افغان حکومته امتياز ترلاسه کړي.