اردوغان:
د امنیت شورا جوړښت باید اصلاح شي
د ترکیې ولسمشر پرون د ملګرو ملتو په اوسني جوړښت باندې په نیوکې سره د امنیت شورا د اصلاح غوښتنه وکړه.
د ترکیې ولسمشر پرون د ملګرو ملتو په اوسني جوړښت باندې په نیوکې سره د امنیت شورا د اصلاح غوښتنه وکړه.
رجب طیب اردوغان په دې خبرې سره چې ملګري ملتونه په دغه ارګان کښې د ټاکل شویو آیډیالونو باوجود نه شي کولې چې د نښتو او جنګونو د رامینځته کیدو مخه ونیسي یا یې ختم کړي، د دغه سازمان د بیا راژوندي کولو په لړ کښې د امنیت شورا د اصلاح په ضرورت ټینګار وکړ.
اردوغان څرګنده کړه: د ملګرو ملتو د جوړښت د توانمنولو په لړ کښې د دغه سازمان غړي باید په امنیت شورا کښې اصلاحات رامینځته کړي.
ترک ولسمشر زیاته کړ: نړیواله ټولنه نن سبا نه شي کولې د هغو ارګانونو له لارې چې د تیرې پیړۍ د اړتیاو لپاره جوړ شوې دي، له چیلنجونو تیر شي.