چين د پراختيا په حال کښې هېوادونو لپاره کورونا وېکسين جوړوي
(last modified Wed, 23 Sep 2020 01:02:01 GMT )
Sep 23, 2020 05:32 Asia/Kabul
  • چين د پراختيا په حال کښې هېوادونو لپاره کورونا وېکسين جوړوي

د چين ولسمشر تاکيد وکړ د دغه هېواد جوړ شوي وېکسين به د پراختيا په حال کښې هېوادونو ته ورکړې کيږي

د ايرنا د رپوټ له مخې شي جين پينګ پرون د ملګرو ملتو د غړيو هېوادونو سرمشريزې غونډې ته د ويډيو کانفرنس له لارې خپله وېنا کښې وويل، په اوس حال کښې د چين جوړ شوي څو کورونا ضده ويکسين د کلينيکل آزمائنې او د وروستي توليد په مرحله کښې شتون لري.

د چين دغه لوړ رتبه چارواکي د دې په بيانولو سره چې چې پکار دے هېوادونه د کورونا بيمارۍ له خپرېدو سره په مبارزه کښې خپل يووالے زيات کړي وويل، پکار دے د دغې خپرېدونکې بيمارۍ د سياسي کولو لپاره له هرډول کوششه ډډه اوشي.

هغه واضحه کړه چې کورونا به خامخا ماتې خوري او بشريت به په دې جنګ کاميابيږي، نو ځکه هېوادونه پکار دي کورونا بيمارۍ ته په ځواب ويلو کښې خلق او د خلقو ژوند ته درجيح ورکړي او ټول هېوادونه دې د روغتيا له نړيوالې ادارې سره په شان حرکت وکړي.