امریکا د نړیوال ثبات او سولې لپاره ستر ګواښ ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93174-امریکا_د_نړیوال_ثبات_او_سولې_لپاره_ستر_ګواښ_ده
فارس خبري اژانس وايي د وینزویلا د خارجه وزیر مرستیال کارلوس رون خبرداری ورکړ چې امریکا د نړیوال ثبات او سولې لپاره ترټولو ستر ګواښ ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2020 01:35 Asia/Kabul
  • امریکا د نړیوال ثبات او سولې لپاره ستر ګواښ ده

فارس خبري اژانس وايي د وینزویلا د خارجه وزیر مرستیال کارلوس رون خبرداری ورکړ چې امریکا د نړیوال ثبات او سولې لپاره ترټولو ستر ګواښ ده .

هغه د ایران او د وینزویلا پرضد د امریکا بایکاټونو ته په اشارې سره وویل له ایران او بل هر هیواد سره د وینزویلا تجارت د دغه هیواد د واکمنۍ د حق او د قانوني معیارونو په لړ کښې دی .

د وینزویلا دغه چارواکي د امریکا نه توجیه وړ او غیر قانوني اقداماتو ته په اشارې سره وویل هغه موضوع چې ټوله نړۍ یې په هکله باید اندیښمنه وي په نړیوالو قوانینو په تیره بیا  د ملګروملتونو د امنیت شورا په سیسټم باندې سترګې پټول دي او  د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپلو وروستیو اقداماتو سره کاملا په  هغو سترګې پټې کړي دي .

د وینزویلا ولسمشر نیکولس مادورو هم د امریکا په غیر قانوني بندیزونو باندې نیوکې سره وویل  د سولې دفاع کونکي هیوادونه باید د امریکا د غیر قانوني بایکاټونو او یواړخیزه اقداماتو پرضد متحد شي .