روسیې د ایران پرضد له بایکاټونو سره مخالفت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93297-روسیې_د_ایران_پرضد_له_بایکاټونو_سره_مخالفت_وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا په راتلونکي میلادي میاشت کښې په امنیت شورا باندې د ماسکو د پړاویزې مشرۍ په مناسبت نن د دغه شورا په غونډې کښې وویل د ایران پرضد د بایکاټونو بیرته ستنیدل منتفي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2020 12:26 Asia/Kabul
  • روسیې د ایران پرضد له بایکاټونو سره مخالفت وکړ

ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا په راتلونکي میلادي میاشت کښې په امنیت شورا باندې د ماسکو د پړاویزې مشرۍ په مناسبت نن د دغه شورا په غونډې کښې وویل د ایران پرضد د بایکاټونو بیرته ستنیدل منتفي دي .

هغه وویل هغه څه چې په حتمي توګه به رامینځته نشي د ایران پرضد د بایکاټونو بیرته راګرځول دي .

نبنزیا وویل د ایران پرضد د بایکاټونو د بیرته لګولو  په مسلې به  چې امریکا ورباندې ټینګار لري نور د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې بحث ونشي .