ترکیې د اذربایجان جمهوریت په ملاتړ ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93298-ترکیې_د_اذربایجان_جمهوریت_په_ملاتړ_ټینګار_وکړ
زمونږ خبریال وايي ترکیې یوځل بیا د قره باغ د شخړې د حل لپاره د اذربایجان جمهوریت په ملاتړ ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2020 13:04 Asia/Kabul
  • ترکیې د اذربایجان جمهوریت په ملاتړ ټینګار وکړ

زمونږ خبریال وايي ترکیې یوځل بیا د قره باغ د شخړې د حل لپاره د اذربایجان جمهوریت په ملاتړ ټینګار وکړ .

د ترکیې خارجه  وزیر مولود چاووش اوغلو د قره باغ سیمې په سر د ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې سره ادعا وکړه حملې ارمنستان پیل کړي دي او ایروان اووربند په رسمیت نه پیژندي .

بل خبر دا چې د روسیې خارجه وزارت د قره باغ سیمې د نښتو په هکله د ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت ترمینځ د مینځګړیتوب لپاره د ماسکو د چمتووالي خبر ورکړ .

دغه راز د اروپايي اتحادیې دخارجي سیاست مسول جوزب بوریل او د روسیې خارجه وزیر لاوروف هم په ټیلي فوني خبرو کښې د ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت ترمینځ په چټکۍ سره د اووربند غوښتنه وکړه .