هند: پاکستاني ځواکونو ۸ هندي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93307-هند_پاکستاني_ځواکونو_۸_هندي_پوځیانو_ته_مرګ_ژوبله_اړولې
په همدې حال کې پاکستان پرون په اسلام‌اباد کې د هند یو ډیپلومات د بهرنیو چارو وزارت ته وغوښته او د اوربند د سرغړونې په خاطر یې خپل اعتراض ورته څرګند کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2020 09:29 Asia/Kabul
  • هند: پاکستاني ځواکونو ۸ هندي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

په همدې حال کې پاکستان پرون په اسلام‌اباد کې د هند یو ډیپلومات د بهرنیو چارو وزارت ته وغوښته او د اوربند د سرغړونې په خاطر یې خپل اعتراض ورته څرګند کړ.

 

هند ادعا کوی چی د کشمیر پولې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې درې تنه هندي پوځیان وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.

د هند د پوځ ویاند راجیش کلیا ویلي، شپږو پوځیانو ته ‌یې هغه مهال مرګ ‌ژوبله واوښته چې پاکستاني پوځیانو د کوپواړې سیمې ته نږدې پر شمال ختیځ نوګرام سیمه د هاوان او نورو وسلو ګولۍ وویشتې.

هغه همداراز وویل چې دوو نورو پوځیانو ته‌ یې وړمه شپه په پونچ سیمه کې مرګ‌ ژوبله اوښتې ده.

په همدې حال کې پاکستان پرون په اسلام‌اباد کې د هند یو ډیپلومات د بهرنیو چارو وزارت ته وغوښته او د اوربند د سرغړونې په خاطر یې خپل اعتراض ورته څرګند کړ.

هند او پاکستان هغه هیوادونه دي چې ډیر وخت د کشمیر په سیمه کې له یو بل سره جګړه کوي او دواړو خواوو ته پکې مرګ ژوبله رسیږي.