د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کورونا ویروس ککړ شو
Oct 03, 2020 01:40 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د امریکا سي این این ټیلي ويژن په یوې (۱) شننه کښې د ولسمشر ټرمپ د کورونا ازموینې مثبت وتلو ته په اشارې سره وویل دغه موضوع هیواد نوي پړاو ته ورننباسي .
سي این این ټیلي ویژن وویل په کورونا ویروس د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ککړیدل امریکا چې مخکې د کورونا د ساري ناروغۍ له غمیزې او د ولسمشرۍ د انتخاباتو له کبله له نورو ستونزو سره مخ شوي وه نوي ګډوډۍ ته ورننباسلی شي .
سي این این ټیلي ويژن زیاته کړه په کورونا ویروس د څلور اویا (۷۴) کلن ولسمشر ککړیدل د زیات عمر او د زیات وزن د لرلو په خاطر د هغه لپاره خطرناک کیدلای شي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ بیګا په کورونا ویروس د خپل ځان او د خپلې میرمنې د ککړیدا خبر ورکړ .
ټیګونه