ټرامپ د دوه لکه شلو زرو کسانو د مړینې مسول دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93416-ټرامپ_د_دوه_لکه_شلو_زرو_کسانو_د_مړینې_مسول_دی
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورارې ماري ټرمپ (Mary Trump) پرون په یوې مرکې کښې له روغتون څخه تلو وروسته د خپل تره په اقداماتو نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2020 01:54 Asia/Kabul
  • ټرامپ د دوه لکه شلو زرو کسانو د مړینې مسول دی

فارس خبري اژانس وايي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورارې ماري ټرمپ (Mary Trump) پرون په یوې مرکې کښې له روغتون څخه تلو وروسته د خپل تره په اقداماتو نیوکه وکړه .

هغې له روغتون څخه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وخت څخه مخکې رخصت کیدا ته په اشارې سره وویل ټرمپ همدا اوس په قصدي ډول د یو شمیر نورو کسانو د ناروغ کولو په حال کښې دی .

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي تراوسه شل (۲۰) کسان چې له ولسمشر ټرمپ سره په تماس کښې وو او په سپینې ماڼۍ او د هغه په انتخاباتي سفرونو کښې یې ګډون کړی په کورونا ویروس ککړ شوي دي .

د امریکا څه د پاسه اوه(۷) میلیونه او اوه لکه (۷۰۰۰۰۰)خلک په کورونا ویروس ککړ شوي چې دوه لکه پینځلس زره (۲۱۵۰۰۰)ترې مړه شوي هم دي .