د امریکا د ولسمشر پیغامونه بې لارې کونکي دي
هیل اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ ټویټر اینټرنیټ پاڼې یوځل بیا د کورونا ویروس په هکله د امریکا د ولسمشر ټرمپ په پیغامونو نیوکه وکړه او دغه پیغامونه یې بې لارې کونکي وبلل .
ټویټر اینټرنیټ پاڼې پرون د امریکا د ولسمشر ټرمپ پیغام څو ساعته وروسته حذف یعني ډیلیټ کړ او ویې ویل د ټرمپ دغه پیغام د بې لارې کونکو او احتمالا د تاواني اطلاعاتو د خپریدا په هکله د ټویټر پانې د قوانینو خلاف ورزۍ کړي ده .
د امریکا ولسمشر ټرمپ په یوه(۱) ټویټر پیغام کښې ادعا کړي وه اوس د کورونا ویروس له درملنې او خلاصیدا وروسته مې د دغه ناروغۍ په وړاندې مصونیت پیدا کړی دی .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ دغه پیغام په داسې حال کښې خپور شوی چې تحقیقات ښودنه کوي په کورونا ویروس د ککړو کسانو د بیا مبتلا امکان شته .
له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره د خپل حکومت د ادعا په هکله د ټرمپ له ادعاګانو سره سره امریکا په نړیواله سویه د دغه ناروغۍ له کبله د ککړو کسانو او د مړو کسانو له پلوه په لومړی لمبر کښې ده او اوس هم هره ورځ په زرګونو کسان له کورونا مري او په دغه ویروس ککړیږي هم .