د امریکا د ولسمشر پیغامونه بې لارې کونکي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93504-د_امریکا_د_ولسمشر_پیغامونه_بې_لارې_کونکي_دي
هیل اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ ټویټر اینټرنیټ پاڼې یوځل بیا د کورونا ویروس په هکله د امریکا د ولسمشر ټرمپ په پیغامونو نیوکه وکړه او دغه پیغامونه یې بې لارې کونکي وبلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 12, 2020 10:11 Asia/Kabul
  • د امریکا د ولسمشر پیغامونه بې لارې کونکي دي

هیل اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ ټویټر اینټرنیټ پاڼې یوځل بیا د کورونا ویروس په هکله د امریکا د ولسمشر ټرمپ په پیغامونو نیوکه وکړه او دغه پیغامونه یې بې لارې کونکي وبلل .

ټویټر اینټرنیټ پاڼې پرون د امریکا د  ولسمشر ټرمپ  پیغام څو ساعته وروسته حذف یعني ډیلیټ کړ او ویې ویل د ټرمپ دغه پیغام د بې لارې کونکو او احتمالا د تاواني اطلاعاتو د خپریدا په هکله د ټویټر پانې د قوانینو خلاف ورزۍ کړي ده  .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په یوه(۱) ټویټر پیغام کښې ادعا کړي وه اوس د کورونا ویروس له درملنې او خلاصیدا وروسته  مې د دغه ناروغۍ په وړاندې مصونیت پیدا کړی دی .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ دغه پیغام په داسې حال کښې خپور شوی چې تحقیقات ښودنه کوي په کورونا ویروس د ککړو کسانو د بیا مبتلا امکان شته .

له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره د خپل حکومت د ادعا په هکله د ټرمپ له ادعاګانو سره سره امریکا په نړیواله سویه د دغه ناروغۍ له کبله د ککړو کسانو او د مړو کسانو له پلوه په لومړی لمبر کښې ده او اوس هم هره ورځ په زرګونو کسان له کورونا مري او په دغه ویروس ککړیږي هم .