د فرانسې دچارواکو دریځونه دکرکې د خوریدالامل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93736-د_فرانسې_دچارواکو_دریځونه_دکرکې_د_خوریدالامل_کیږي
د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون په همداوروستیو کې په یولړ سپکو څرګندونو کې وئيلي دي ، فرانسه به هماغه راز د اسلام د پیغمبر په ضد سپکو کارټونونو خپریدا ته دوام ورکړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 24, 2020 10:14 Asia/Kabul
  •   د فرانسې دچارواکو دریځونه دکرکې د خوریدالامل کیږي

د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون په همداوروستیو کې په یولړ سپکو څرګندونو کې وئيلي دي ، فرانسه به هماغه راز د اسلام د پیغمبر په ضد سپکو کارټونونو خپریدا ته دوام ورکړي .

زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران  دخارجه زوارت ویندوي سعید خطیب زاده د اسلام د ګران پیغمبر (ص)په شان کې د ګستاخیو په باب د فرانسې د لوړپوړو چارواکو   بې توجیه دریځونه ، دکرکې او نفرت لامل وبلل.

   د فرانسې  ولسمشر آمانوئل ماکرون  په همداوروستیو کې په یولړ سپکو څرګندونو کې وئيلي دي ، فرانسه به هماغه راز د   اسلام د پیغمبر په ضد سپکو کارټونونو خپریدا ته دوام ورکړي .

 د ایران د خار جه وزارت ویندوي  نن په یولړ څرګندونو کې  په فرانسې کې د اسلام د ګران پیغمبر (ص) په شان کې د هغو ګستاخو او سپين سترګو اقداماتو  د دوام په محکومولو سره ، چې په ځينو موردونو کې  په افسوس سره د ځينو رسمي چارواکو په ملاتړ سره   یو ځاي دي ، وئيلی دي ، اسلامی ارزښتونو او د مسلمانانو عقایدو ته سپکاوی  هیڅکله هم دمنلو وړ  نه دی او  مردود دی .

  خطیب زاده  وئيلي دي بې شکه د  ګوته په شمیر  فراط پالو  له خوا د ځيږو او د منلو وړ اقدامات او خوځښتونه ، چې په اسلامی نړۍ کې  له انحرافي او افراطي تفکر څخه  ئې سرچینه اخستې  او اربابان ئې د امریکا او  لویدیځ نزدې شریکان هم دي ،  هیڅکله هم   په نړۍ کې  دیو میلیاډ اته سوه میلیون مسلمانانو د احترام وړ او آسماني شخصیّت د سپکاوي اوبې احترامۍ لپاره کوم توجیه  نشي کیدلی .

 دایران د خارجه وزارت ویندوي ټینګار کړی ،بې شکه  دفرانسوي چاروالکو بې توجیهه دریځونه ، دغو تاؤتریخجنو او افراط پالنو  ته مناسب او پوهه  ځواب نه دی او  له زیات د کرکې او نفرت لامل کیږي .