توکمپالنه د امریکا دداخلی ترهه ګرۍ ریښه ده
رابرټ فانټینا وئيلی دي ،په امریکا کې توکمپال افراطیان او تاؤتریخجنې ډلې د امنیتی او سیاسی کړیو له ملاتړه برخمنې دي او د امریکا توکمپال ولسمشر ډونالډټرمپ ئې هم تر شا ولاړ دی .
د امریکا یوه مشهور لیکوال اوشناندي رابرټ فانټينا نن له ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې په امریکا کې د داخلی ترهه ګرۍ بهیر ډير خطرناک بللی او خبرداری ئې ورکړ، ددغه هیواد امنیتی ادارو توکمپال کړچار د سپين پوستو د برلاسه کیدا د تفکر د ودې زمینه جوړونکی دی .
رابرټ فانټینا دغه راز وئيلی دي ،په امریکا کې توکمپال افراطیان او تاؤتریخجنې ډلې د امنیتی او سیاسی کړیو له ملاتړه برخمنې دي او د امریکا توکمپال ولسمشر ډونالډټرمپ ئې هم تر شا ولاړ دی .
فانټينا دې ته په اشارې سره چې ټرمپ پخپلو مناظرو کې د سپين پوستون د توکم دبرلاسه تفکر د پلوي ډلو له محکومولو ډډه کړې ده ووئیل ، د ۲۰۱۶کال په انتخاباتي سیالیو کې د ولسمشرۍ لپاره دکاندیدیدا له وخت راهسې د ټرمپ څرګندونې یو ډ ول له توکمپالو څرګندونو سره نغښتي دي .
دغه امریکائي لیکوال وائي په امریکا کې د ۲۰۰۱کال دستمبر د یولسمې نیټې له شکمنې پيښې وروسته ،په دغه هیواد کې مسلمانان تل ټارګټ شوي دي .
هغه روښانه کړې ، امریکا دلیبیا هیواد چې زیاتره مسلمانان دي ، نابود کړ او دیمن د مسلمان هیواد په ضد دسعودي ائيتلاف دحملې بشپړ ملاتړ کوي او دغه راز ئې په افغانستان او عراق کې کړچار هم له چا پټ نه دی او هماغه راز د فلسطین د ولس په ضد له وحشي او ځيږ ظلم اوکړاؤ څخه ملاتړ ته هم دوام ورکوي .